1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جهاد ایاتونه دې په پاکستاني ښوونځیو کې تدریس شي»

آژانسونه / ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان پارلمان ته د اسلامي قوانینو په هکله مشوره ورکونکي ادارۍ «د اسلامي ایډیالوژۍ شورا» د یوه نوي سپارښتنې په ترڅ کې پر حکومت ټینگار کړی چې په ښوونځيو کې دې د جهادي ایاتونو تدریس جبري کړي.

https://p.dw.com/p/1JbOL
Symbolbild - Koran
انځور: Getty Images/AFP/M. Al-Shaikh

د پاکستان «اسلامي ایډیالوژۍ شورا» په حواله حکومت ته په کار دي چې له ابتدایه دورې څخه نیولی بیا تر لیسې دورې پورې ټولو ښوونځیو کې دا خبره جبري کړي چې زده کونکي د هغو قرآني ایاتونو مطالعه وکړي، په کوم کې چې د جهاد د ارزښت یادونه شوی.

دغه وړاندیز د نوموړي شورای د مشر محمد شیراني له خوا د سه شنبې په ورځ مطرح شوی. د دغه شورا غړو وویل چې د مکاتبو په درسي پروگرامونو کې باید تغییرات رامنځته شي.

د پاکستان د معارف وزارت تیره میاشت د همدغه شورا په لارښونه د دولتي مکاتبو له پاره درسي پروگرام جوړ کړی وو چې په هغه کې تر دولسم ټولگي پورې زده کونکو ته د قران زده کړه لازمي بلل شوی وه. خو د سه شنبې په ورځ دغه شورا ټینگار وکړ چې یاد وزارت په مسوده کې د جهاد اړوند ایاتونه نه دي شامل کړي.

د «اسلامي ایډیالوژۍ شورا» غړو ټینگار وکړ حکومت باید په عاجل ډول دې مسالې ته پاملرنه وکړي.

د نوموړي شورای غړي زاهد محمود قاسمي یوه پاکستاني ورځپاڼې ته وویل:«په قران کریم کې شاوخوا ۴۸۴ ایاتونه د جهاد اړوند دي، خو د ښوونځیو په درسي پروگرام کې یو داسې ایت هم نه دی شامل. له دې څخه د حکومت بد نیتي ثابتیږي.»

د شورا د شخړیزو سپارښتنو تاریخ

دا لومړی ځل نه دی چې د دغه شورای سپارښتونو په دغه هیواد کې دننه او بهر بحثونه راپورته کړي دي. نوموړې شورا د خپلو وروستیو څرگندونو له امله د توجه مرکز گرځیدلې. د پاکستان د سنا مجلس یو شمیر غړو د دغه شورا د منحلولو غوښتنه کړی.

په تیرو شپږو کلونو کې د دغه شورا مشر مولانا محمد شیراني ډیرې شخړیزې بیانیې ورکړي دي. د هغو له جملې څخه هغه د زنا بالجبر په قضیه کې د«DNA» معاینه یو غیر اسلامي کار بللی، د واده کولو له پاره د عمر ټاکل یې غیر شرعي کار او د میړه له خوښې پرته د ښځې د طلاق حق مخالفت یې هم کړی دی.

څه موده مخکې د هغه یوې بلې خبرې چې ویلي یې وو سړی کولی خپله ښځه په سطحي ډول ووهي د پاکستان په سیاسي او ټولنیزو حلقو کې غوغا راپورته کړی وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.12.2014):