1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تيري يوه قرباني په قطر کي د «زنا» په تور محکومه سوه

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ خرداد ۲۴, دوشنبه

په قطر کي يوه ۲۲ کلنه هالنډۍ درې مياشتي دمخه پوليسو ته ورغلې وه چي پر هغې باندي د جنسي تيري راپور ورکړي، خو دغه ښځه پوليسو د «زنا» په تور ونيوله او بندي ئې کړله.

https://p.dw.com/p/1J5fk
انځور: Getty Images/S. Gallup

په قطر کي د يوې هالنډۍ وکيل ويلي دي چي موکله ئې په دغه هيواد کي بندي ده. دغه ۲۲ کلنه ښځه د روان کال په مارچ مياشت کي د قطر پوليسو ته ورغلې وه او ادعا ئې کړې وه چي جنسي تيری پرې سوی.

د هالنډ سفارت هم د دغي ښځي نيول کېدل تائید کړي او ويلي ئې دي چي د هغې محاکمه به د دوشنبې په ورځ په دوحه کي پيل سي. د وروستي راپور له مخي دغه ښځه نن دوشنبه (۲۰۱۶م کال د جون ۱۳مه) د يوې محکمې له خوا د زنا په تور محکومه سوه. هغه بايد یو کال په بند کي تير کړي او ۷۵۰ يورو جريمه ورکړي.

د هالنډ سفارت دغه راز ويلي دي چي له دغي ښځي او کورنۍ سره ئې په اړيکو کي ول او د نیول کېدو له لومړۍ ورځي ئې لازم کنسولي خدمات هغې ته برابر کړي دي.

د دغي ښځي د وکيل په خبره، موکله ئې له خپلي يوې دوستي سره د رخصتۍ شپې او ورځي تيرولې. دغي ښځي ويلي دي چي د مارچ مياشتي پر ۱۵ نېټه هغه مهال چي دا له خپلي دوستي سره د دوحې د يوه هوټل په بار کي ناست وه، «يوه سړي د هغې په څښاک کي يوه شی ور اصافه کړي او نوره په ځان پوه سوې نه ده.»

ددغي ښځي يوازي يو شی په ياد دي چي په دا بله ورځ سهار په يوه ناآشنا اپارتمان کي پر هوښ راغلې او په «يوه وحشي حالت کي ئې ځان ته پام سوی چي جنسي تېری پرې سوی دئ.»

له هغه وروسته چي دغي ښځي د پيښي په اړه پوليسو ته مراجعه وکړه، سمدلاسه نيول سوې ده. د راپورونو له مخي هغه تر اوسه درې واري محکمې ته حاضري سوې ده او داسي ويره سته چي د «زنا» په تور محکومه سي. د دغي ښځي د وکيل په خبره هغه په دغه تور نيول سوې او بندي سوې ده.

د هالنډ د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د هغې نوم «لارا» ښوولی او تائيد کړې ئې ده چي هغه بندي ده.

د قطر چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.

په تيرو وختونو کي دې ته ورته پيښي په عربي اماراتو او دوبی کي هم سوي دي. په ۲۰۰۸م کال کي يوې استراليايي ښځي اعلان وکړ چي اته مياشتي په متحدو عربي اماراتو کي زنداني وه. دغي ښځي ويلي ول، له هغه وروسته چي ئې پوليسو ته پر هغې باندي د ډله ايز جنسي تيري خبر ورکړ ونيوله سوه.

په ۲۰۱۳م کال کي يوه ناروېږۍ چي ويلي ئې ول په دوبی کي جنسي تيری ورباند سوی دی، د «زنا» په تور په ۱۶ مياشتي بند محکومه سوه. وروسته بیا دغه ښځه وبخښل سوه او له دوبی څخه ووتله.