د جمهوري رياست او پارلمان د استازو تر منځ اختلافات
۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعهد افغانستان جمهوري رياست دوې ورځي دمخه د يوي اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي نوي پارلمان به د يوې مياشت په ځنډ د حوت پر 3 نيټه افتتاح کيږي .
خو د پنجشنبي په ورځ کاميابو نوماندو چي په کابل کي سره راټول شوي وو داسي فيصله وکړه چي د يکشنبې په ورځ چي د دلوي د دريمي نيټې سره سمون خوري، نوی پارلمان به افتتاح کوي .
د نوي پارلمان لنډ مهاله منشي ناهيد فريد د پنجشنبې د ورځي د ناستي په پای کي وويل چي نوی پارلمان به د يکشنبې په ورځ په کار پيل کوي :« د يکشنبې په ورځ د دلوي د مياشتي پر دريمه به ولسي جرګه په کار پيل کوي . زمونږ د نني جلسي نصاب 213 تنه وو.»
دا په داسي حال کي ده چي د چارشنبې په ورځ د انتخاباتو ځانګړي محکمې د ولسمشرکرزي څخه غوښتي وو چي په انتخاباتو کي د درغليو د څيړني لپاره د پالمان افتتاح د يوې مياشت لپاره وځنډوي . ولسمشر کرزي وعده کړې وه چي نوی پارلمان به د دلوي پر دريمه پرانيزي .
څيړونکي وايي چي ولسمشر کرزی په نوي پارلمان کي لږ شمير طرفداران لري ، نو ځکه انديښمن دی .
کاميابو نوماندو په دغه غونډه کي هم وويل چي ولسمشر کرزی غواړي د خپلي سياسي ګټي په خاطر د ځانګړي محکمې څخه ګټه واخلي چي د يوشمير کاميابه کانديدانو نومونه د لست څخه ليري او پر ځای يې نور پارلمان ته ور دننه کړي .
عبدالظاهر قدير د ننګرهار ولايت څخه يو تن کاميابه کانديد ژورنالستانو ته وويل چي د پارلمان استازي به د خپل قانوني حق په اساس پارلمان افتتاح کوي : « مونږ هيڅکله نه غواړو چي د حکومت سره په ضد کي وه اوسو او غواړو ستونزي حل کړو . البته دا زمونږ حق نه دی بلکي دا د ملت حق دی چي پارلمان بايد افتتاح شي او مونږ د ملت د حق څخه دفاع کوو.»
حکومت بي انفاقي اچوي
يونس قانوني د پخواني پارلمان رييس او کاميابه کانديد په ننۍ غونډه کي وويل چي ځينو ډلو د افغانستان د پارلمان د استازو تر منځ د بې اتفاقۍ اچولو ته لمن وهي او غواړي تر څو د استازو ترمنځ سيمه ايز اختلافات وزيږوي .
ښاغلي قانوني وويل چي د ځانګړي محکمې جوړول او فيصلې غير قانوني دي او دا د سياسي مصلحتونو پر اساس جوړ شوي دي .
قانونې وويل :« نه خو دا محکمه د قانون مطابق ده او نه يې فيصلې قانونی دي .او نه د دې فيصلې تصديقول د ولسمشر لخوا . يوه غير قانوني محکمه د پارلمان د افتتاح د ځنډولو وړانديز کوي .»
قريب يوه مياشت وړاندي د انتخاباتو کميسون د ټاکنو وروستۍ پايلي اعلان کړې او نړيوالي ټولني د دغو انتخاباتو د پايلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
حسين سيرت /شمس الرحمن ناصر
کتونکی : محمد قاسم نوري