1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ځيني ايالتونه د افغان مهاجرو د اخراج مخالف دي

۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبه

د جرمني په دوو هغو ايالتونو کي چي په حکومت کي ئې زرغون گوند ونډه لري، افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دي. ويل کيږي چي د سه شنبې په ورځ به يوه بله ډله افغان مهاجر هم اخراج سي.

https://p.dw.com/p/2mKbO
Deutschland Demonstrationen gegen Abschiebungen am Flughafen in München
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/S. Babbar

د جرمني «راينيشر پوست» ورځپاڼي د دغه هيواد د څو ايالتونو له کورنيو چارو وزراتونو څخه د نظر پوښتني پر اساس راپور ورکړی چي تورينگين ايالت چي په حکومت کښي ئې زرغون گوند ونډه لري تر اوسه پوري افغانستان ته هيڅ افغان مهاجر هم اخراج کړی نه دی او په راتلونکې کي هم پلان نه لري.

د بريمين ايالات د کورنيو چارو وزارت يوه وياند هم د تورينگين ايالات دريځ ته ورته خبري کړي دي.

د راينلند فلڅ ايالت چي حکومت ئې له سوسيال ديموکراتانو، آزاد ديموکراتانو او زغون گوند څخه جوړ دی، ويلي دي چي په ځينو خاصو مواردو کي به افغان مهاجر اخراج کړي. خو زياته کړې ئې ده چي د اخراج په برخه کي بايد د افغانستان د امنيتي وضعيت په برخه کي تازه ارزونه په پام کي ونيسي. له ارزونو څخه داسي ښکاري چي د جرمني فدرالي حکومت دي په ټوله ايزه توگه په ټول هيواد کي د افغان مهاجرو د اخراج بنديل غواړي.

د جرمني ډير ايالتونه له هغي موافقې سره چي مجرم، خطرناک او هغه افغانان چي د هويت اسناد نه ولري بيرته افغانستان ته اخراج کړي، موافق دي.

په جرمني کي د مهاجرو د پلوي سازمان «پرو ازول» په خبره پتېيل سوې ده چي د سه شنبې په ورځ يوه بله ډله افغان مهاجر هم کابل ته اخراج سي.

د بشري حقونو سازمان او د بايرن ايالت د مهاجرو شورا غوښتنه کړې ده چي افغانستان ته دي د مهاجرو د اخراج لړۍ بنده سي. د پرو ازول سازمان مشر گونتر بورکارد ويلي دي چي «فدرالي او ايالتي حکومتونه بايد په جنگ او بحراني سيمو کي غمجن واقعيت ومني او د سه شنبې په ورځ پلان سوی اخراج بند کړي.»

د بايرن ايالت د مهاجرو شورا د راپور له مخي دغه ايالت چي د مجرم او خطرناکه افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي له مرکزي حکومت سره موافق دی، داسي افغانان ئې هم د اخراج په تمه کښېنولي دي چي په دغه کټگوري کي نه راځي. د دغي شورا وياند شتيفن دونوالد ويلي دي چي په دغه ډله کي لږ مجرمان دي. هغه ويلي دي چي په دوی کي داسي کسان سته چي مرستي ته اړتيا لري. هغه زياته کړې ده چي يو کس رواني ناروغ دی د دې پرځای چي هغه اخراج سره بايد طبي مرسته ورسره وسي.

زموږ له ارشيف څخه: