1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني حکومت غواړي د الماني داعشيانو ماشومان بیرته راولي

۱۳۹۶ آذر ۲, پنجشنبه

د جرمني تابعیت لرونکي کوچني ماشومان د عراق په زندانونو کې شپې ورځې تیروي. دغه ماشومان یا خو هلته زیږیدلي او یا هم مور او پلار د «اسلام دولت» ډلې تر کنترول لاندې سیمو ته بېولي دي.

https://p.dw.com/p/2o7Ic
Irak - IS Islamischer Staat in Fallujah
انځور: picture alliance/AP Photo

د جرمني حکومت اراده لري چې د آلماني داعشيانو ماشومان بیرته هیواد ته انتقال کړي. دغه تصمیم د بشر دوستانانه اندېښنو او د خپلو اتباعو پر وړاندي د جرمني حکومت د مسئولیت پر بنسټ نیول شوی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د عراق پر حکومت غږ کړی او ترې غوښتي يې دي چې نیول شویو ماشومانو ته دې د بیرته وتلو اجازه ورکړي. دا خبره NDR، WDR رسنيو او «زود دویچه څایټنګ» ورځپاڼي خپور کړی دی.

ویل کیږي چې تر اوسه پوري د عراق د حکومت د جرمني حکومت دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویل شوی. د معلوماتو له مخې لږ تر لږه شپږ تنه آلماني ماشومان چې ۱۸ کلنۍ ته لا رسېدلي نه دي، په عراق کې بندیان او یا هم په تحقیقاتي مرکزونو کې دي. دغه ماشومان د داعش تر ماتې وروسته په جنګي سیمو کې له خپلو مېندو سره یوځای نیول شوي دي.

د بند ستونزمن شرایط

یوازي۴ ماشومان د عراق په اربيل کې نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې یوه نیول شوې مېرمن د امېدوارۍ په وروستیو پړاونو کې ده. په اربيل کې دغه کوچني ماشومان له خپلو مېندو سره په داسې یوې خوني کې اچول شوي دي چې د مختلفو ملیتونو۶۰ تنه نوري ښځې او ډیر ماشومان هم پکښې بندیان دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دلیل راوړي چې په جرمني کې به د دغو ماشومانو د کورنۍ غړي وکولای شي په ښه توګه د هغوی پالنه وکړي. 

د افراطي اسلام پالنې ترویج؟

د رپوټ په حواله مخکې تر دې چې آلمان ته د دغو ماشومانو د انتقالو پریکړه وشي، د امنیتي مسائلو په هکله هم بحث شوی دی. د امنیتي چارواکو له نظره آلمان ته د ډیرو ماشومانو بیرته انتقالول تر ډیره کوم مشکل نه لري.

د رسنیو د رپوټونو په حواله د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې مشر هانس ګیورګ ماسن، د داعش نسبتاً لويو آلماني ماشومانو له احتمالي خطر څخه خبرداری ورکړی دی. زود دویچه څايتنگ، NDR او WDR رسنیو له هغه څخه نقل قول کړی دی: «موږ د دې خطر وينو، چي هغه ماشومان چي له جهادستانو څخه يې اسلامستۍ مفکورې اخيتسي، اذهان يې ورته بدل کړل وي، او د جګړې له ساحو څخه بېرته آلمان ته راستانه سي. کيدای سي دلته د جهادستانو يو نوی نسل راوستل شي.»

داعش له ماشومانو څخه په اعدامونو کې هم کار اخيستی دی.

د جرمني حکومت د اټکلونو له مخې د هغو آلماني ماشومانو شمیر به نور هم لوړ شي چې په عراق کې یې ذهنونه وربدل شوي دي. د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې د معلوماتو پراساس له جرمني څخه شاوخوا۹۵۰ تنه جهادیان له تروریستي ډولو سره د یوځای کیدو له پاره عراق او سوریې ته تللي دي.

شاوخوا یو پر دریمه برخه یې اوس بیرته په جرمني کې دي. په همدې منځ کې ۱۵۰تنه یې وژل شوي دي.

dpa,afp,ard/S.N/N.Z

زموږ له ارشيف څخه: