محمد اسماعیل شاکر، کابل۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبهد افغانستان د سولي عالي شورا په دې هڅه کې ده چې د اسلامي هیوادونو د علماوو په ګډون په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په هکله غونډه جوړه کړي. پر دې سربیره په پام کې ده چې د روانې میاشت په وروسیتو کې د ازبکستان په پلازمینه کې هم د افغانستان د سولې په هکله غونډه جوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان ولسمشر د سولې په هکله وړاندیز ته لا کوم غبرګون نه دی ښوولی.