1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان صدراعظم د پارلماني ټاکنو گټونکی

۱۳۹۶ مهر ۳۰, یکشنبه

د جاپان له وخت څخه مخکې په پارلماني ټاکنو کې د واکمن محافظه پال صدراعظم، شینزو ابې ائتلاف ښکاره بریالیتوب ته رسیدلی دی اود لومړیو وړاندوینو له مخې هغه خپل دوه پر دریمه اکثریت ښايی پارلمانی کې خوندی وساتي

https://p.dw.com/p/2mJxi
Japan Parlamentswahlen Shinzo Abe
انځور: Reuters/Kim Kyung-Hoon

د جاپان د تلویزیون TBS د پوښتنو په ځواب کې د رائیو ورکونکو د وینا له مخې د ابې تر مشری لاندې «لیبرال دیموکرات» ائتلاف د پارلمان له ۴۶۵ څوکیو څخه ۳۱۱ لاس ته راوړي دي. دغه ټاکنې په داسی وخت کې تر سره کیږي چې په سیمه کې شمالي کوریا د اتمي وسلو د جوړولو په لټه کې ده. جاپان اندیښنه لري چې له دغه پرمختگ سره د جاپان او سیمي ثبات له خطر سره مخامخ شي.

په پارلمان کې له دا ډول اکثریت سره هغه اوس کولای شي چې د پاسیفیک اساسي قانون کې بدلون رامنځ ته کړي. نورو رسنیو لا تر اوسه  دا نه دي تائيد کړي چې شینزو ابې دی اکثریت تر لاسه کړي وي.

 ۶۳ کلن شینزو ابې له ۲۰۱۲ کال څخه را په دی خوا د جاپان صدراعظم دی. هغه پارلمانې ټاکنې یو کال مخکې واچولې تر څو له اوسنیو نظر پوښتنو څخه چې نوموړی یې مخکښ ښکاره کړی ؤ، گټه پورته کړي. ابې پرون د انتخاباتي کمپاینونو په پای کی په یوې وینا کې وویل: «مونږ به له جاپان څخه  په هر قیمت چې وي د هغه له راتلونکی څخه ساتنه وکړي.»

د انتخاباتو له گټلو سره به شینزو د څلورم ځل لپاره د جاپان د حکومت مشرۍ په غاړه واخلي. له دې سره به هغه د جاپان تر ټولو اوږد حکومت کونکی صدراعظم وي. څارونکي وايي چې د ابې د «لیبرال دیموکرات» گوند د ضعیف اپوزیسیون له روان وضعیت څخه په خپله گټه استفاده وکړه.

Japan Parlamentswahlen Shinzo Abe
انځور: DW/Chung-Lan Cheng

د جاپان سیاسي کار پوه، «میکتیکا ماسویاما» د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې « د لیبرال دیموکرات د بریالیتوب لامل دا دی چی اپوزسیون ونه شوکړای چې یوه گډه جبهه جوړه کړي.

اپوزسیون له ديری کمزوری نتیجې سره

د توکیو د ښاروالې «یوریکو کویکې» د «کیبو» یا « د هیلې» په نامه گوند د وړاندوینو له مخې په پارلمان کې یواځي ۵۰ څوکی تر لاسه کوي.  دغې سیاستوالې خپله اعتراف وکړ چې دا « تر ټولو ناوړه نتیجه ده». په سیمه ایزو ټاکنو کې چې د جولای میاشت کې تر سره شوې د هغې گوند« لیبرال دیموکرات» ته ماته ورکړه.

صدراعظم ابې له خپل دی بریالیتوب سره اوس کولای شي چې د دوهمې نړیولۍ جگړې څخه وروسته د پاسیفیک اساسی قانون ته بدلون ورکړي. ابې غواړي چې د شمالي کوریا گواښونو او د پرمختگ په حال کې چین قدرت ته په کتو سره د امریکا متحده ایالاتو تر څنگ د پوځ نقش ته زیاته پاملرنه وکړي. امریکا متحده ایالات له جاپان څخه ملاتړ کوي. خو دا لا تراوسه په دقیقه توگه معلومه نه ده چې ابې  به پارلمان کې د دا ډول یو بدلون لپاره کافي ملاتړ تر لاسه کړي که نه.