1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جابر البکر ورور غواړي د خپل ورور غچ واخلي

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

وروسته له هغې چې تورن تروريست جابر البکر، د آلمان په يوه زندان کې ځان وژنه وکړه، ورور یې علا البکر غواړي چې د هغه انتقام واخلي. علا البکر هغو سوريايي مهاجرو ته ګواښ کړی دی چې جابر البکر یې د آلمان پولیسو ته سپارلي وو.

https://p.dw.com/p/2RGYp
Screenshot DW Interview mit Alaa Albakr
انځور: DW

کله چې له علا البکر څخه وپوښتل شول چې د هغو سوریایانو په اړه یې نظر څخه دی چې د ده ورور یې پولیسو ته سپارلی دی، هغه وویل: «زما غبرګون د یو عرب په توګه، انتقام دی.»

هغه دغه خبره له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړې دي. کله چې د دويچه ويله خبريال له هغه څخه د لا زیات وضاحت غوښتونکی شو علا په ځواب کې ورته وويل: «ته زما په هدف پوهيږې. زه د ويلو لپاره زیات څه نلرم. زه به د يو پناه اخيستونکي په توګه درشم.»

جابر البکر د آلمان د پوليسو لخوا تر نيول کيدو وروسته، د زاکسن ايالت د لايپزيک ښار د زندان په يوه کوټه کې ځان وژنه وکړه. د هغه ورور په دې لمړنۍ ويديويي مرکه کې ټینګار کړی دی چې هغه بيګناه وو. د جابر ورور ويلي دي:« ما هغه لوی کړی وو او پوهيږم چې هغه څه ډول انسان وو. هغه تروريست نه وو».

علا له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ورور یې ورته ويلي وو چې آلمان کې یې د افراطي کيدو هڅې شوي دي. د علا په قول د آلمان پلازمينه برلين ښار کې د جوماتونو ځينو امامانو د جابر د فکر اړولو هڅه کړي وه خو بريالي شوي نه وو. علا وايي:«که چيرې هغوي بريالي شوي وی، په هغه  صورت کې به جابر سوريې ته پرواز کړی وو او بيرته به په هيڅ صورت کې نه وای تلی.»

د آلمان پر پوليسو تور  

علا البکر د خپل ورور د جسد د ترلاسه کيدو غوښتونکی دی. هغه د آلمان د زاکسن ايالت پر وړاندې د یو لړ حقوقي اقداماتو څخه هم یادونه وکړه او د آلمان پوليس یې تورن کړل چې د هغه ورور یې وژلی دی. هغه وويل: «غواړم د آلمان په زاکسن ايالت کې د پوليسو پر ضد دعوا وکړم».

علا البکر وايي چې دی ۳۰ کاله عمر لري او واده یې کړی دي. د هغه په وينا چې د خپل مور او پلار، یو ورور او شپږو خويندو سره د سوريې پلازمينې دمشق ښار په يوه څنډه کې ژوند کوي.

د امريکا د استخبارتي ادارو لخوا د اطلاعاتو رسول

د «ولت ام زونتګ» آلمانۍ ورځپاڼې د يو رپوټ له مخې، تر ټولو اړين اطلاعات د امريکا استخباراتي ادارې لخوا رسيدلي دي. دغې ادارې ګواکې د ۲۲ کلن سوريايي ځوان جابر البکر تيلفوني خبرې چې د «اسلامي دولت» اړوند مليشو، د یو ارتباطي غړي سره کړې وې؛ اوريدلې وې او د هغه په اړه يې لا پخوا آلماني چارواکو ته خبر ورکړی وو. 

جابر په دغو تيلفوني خبرو کې د بم جوړنې په اړه مالومات غوښتي وو او د حملې د هدف په اړه يې ويلي وو: «په برلين کې یو ستر هوايي ډګر د اورګاډي له قطار څخه بهتره ده.»

د آلمان پوليسو په کمنیتس ښار کې د جابر البکر د اپارتمان د تلاشۍ کولو پر مهال یونيم کيلوګرامه قوي چاوديدونکي مواد کشف کړي وو. جابر هغه وخت په تيښته بريالی شوی وو خو بلاخره په لايپزیک ښار کې د درو نورو سوريایانو لخوا ونيول شو. د هغه هيوادوالو لمړی د جابر لاس او پښې وتړلې او بيا يې پولیسو ته تسليم کړ.

جابر د تحقيقاتو پر وخت ويلي وو چې دغه درې سوريايي مهاجر هم د هغه شريکان دي، خو یادو کسانو دغه ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې دوي هيڅ کله د جابر سره سروکار نه درلود او خپله هم د هغه له اړخه په خطر کې ول.

دغه سوريايي مهاجر اوس د احتمالي انتقامي پيښو څخه د ژغورنې په موخه د آلمان په یو بل ښار کې ژوند کوي. دوی د امنيتي دلایلو له مخې نغواړي چې بيرته سوريې ته ولاړ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب