1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې په ملاتړ ځواکونو د سوریې د عفرین سیمه نیولې

۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبه

ویل کیږي چې ترکيې او د سوریې د آزاد پوځ ځواکونه عفرین سیمې ته د ننوتلو پر مهال له لږ مقاومت سره مخامخ شوي. یوه ځايي چارواکي ګواښ کړی چې کردي جنګیالي به په سیمه کې چرکي جګړه پیل کړي.

https://p.dw.com/p/2uZhW
Syrien Afrin FSA Kämpfer reißen kurdische Statue ab
انځور: Reuters/K. Ashawi

د ترکیې پوځ او د سوریي د پاڅون کوونکو هغه برخه چې د ترکيې ملاتړ لري، د یکشنبې په ورځ عفرین ښار تر خپل کنترول لاندې راوست. دا په سیمه کې د کردي جنګیاليو له پاره یو لوی پر شا تګ بلل کیږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په دې اړه ویلي دي: «د سوریې د آزاد پوځ واحدونو چې د ترکیې د وسلوال پوځ له ملاتړه برخمن دي، نن سهار د عفرین ښار مرکز تر خپل کنترول لاندې راوست.»

په انځورونو کې ترکي ټانکونه او د سوریې د آزاد پوځ غړي د عفرین ښار په مرکز کې ښوول شوي دي. په انځورونو کې دا هم ښوول شوي دي چې دغو ځواکونو د ښار پر ودانیو باندې د ترکیې بیرغ پورته کړی دی.

فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې د سوریې د آزاد پوځ غړو د ښار تر نیولو لږ وروسته، په چور لاس پورې کړی دی او ځینو یې بیا د کردانو د یوه اتل مجسمه هم نړولې ده.

د کردي جنګیالیو پر شاتګ

د سوریې د آزاد پوځ یوه ویاند ویلي دي چې دغه ځواکونه سهار وختي عفرین ښار ته ننوتل او له کوم مقاومت سره مخامخ نه شول. هغه زیاته کړې ده چې کردي ځواکونه له دې ښار څخه وتلي او د حلب ښار ته نزدې یې سنګرونه جوړ کړي دي، چې د سوریې په رژیم پوري تړلو ځواکونو تر کنترول لاندي دي. د هغه په خبره یو شمیر نورو کردانو بیا د الفرات سیند په ختیځه برخه کې سنګرونه جوړ کړي دي چې د سوریايي کردانو تر کنترول لاندي ده.

په عفرین ښار کې یوه چارواکي ویلي دي چې کردي ځواکونه به د ترکي او سوریې د آزاد پوځ ځواکونو پرضد په سیمه کې چرکي جګړه پیل کړي.
د عفرین د اجرائیه وي شورا لوړ پوړي چارواکي عثمان شیخ عیسی، ویلي دي: «زموږ ځواکونه به په عفرین کې د هغوی په بد خوب بدل شي.»
خونړی کمپاین

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، ویلي دي چې د جنوري میاشتې له ۲۰مې نیټې راهیسې چې ترکيې خپل پوځي عملیات پیل کړي دي تر ۱۵۰۰زيات کردي ځواکونه وژل شوي دي.

ترکیې د خپلو سوریایي پاڅونکوونکو په مرسته په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي دي چې په خبره یې له خپل سویلي سرحدي سیمو څخه «د ترهګرو» ریښې له منځه یوسي. په دې ترتیب سره ترکیه د «کردانو د خلکو د ساتنې ډله» یا (YPG) په نخښه کوي.

ترکیه ادعا کوي چې دغه ډله د امریکا په مشرتوب د داعش پر ضد جګړې یوه ناقانونه برخه جوړوي او په اصل کې د «کردستان د کارګرو ګوند» یو برخه ده. د «کردستان د کارګرو ګوند» د ترکیې له خوا ترهګره ډله بلل کیږي چې له لسیزو راهیسې یې د انقرې پرضد وسله وال مقاومت کوي.

زموږ له ارشیف څخه: