1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې په ازمیر ښار کې د انساني قاچاق وړونکو بازار تود دی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

له ترکیې څخه د یونان پر لور د مهاجرت بهیر په ډیرې چټکې سره دوام لري. د اروپایې اتحادیې او سیمه ییز پولیسو د فشار سربیره، تر اوسه پورې قاچاق وړونکو په نسبتاً ښکاره توگه خپل کار جاري ساتلی.

https://p.dw.com/p/1Hsq4
Türkei Straßenszene in Izmir
انځور: DW/D. Cupolo

د ترکیې د باسمینه په بازار کې پوښتنې ته ضرورت نشته. قاچاق وړونکي له نوو څیرو سره اړیکه نیسي او د هغو کیشتیو په هکله معلومات ورکوي چې له ترکیې څخه د یونان په لور حرکت کوي.د سابقه لرونکو اشخاصو له کبله چې د تلیفون له لارې د بازار یابۍ په برخه کې لاس لري د دوی د کار ختمول ناممکنه بریښي.

یو ځوان چې په سوریایې لحجې سره په عربي ژبه خبرې کوي وایې چې د ۶۵۰ امریکایې ډالرو په بدل کې د اروپایې اتحادیې هیوادو ته د تلو امکانات برابروي. نوموړی زیاتوي: «کیشتې نن ماښام د لیسبوس پر لور روانیږي.....په دې کیشتۍ کې به تر ۳۵ ډیر کسان نه وي سپاره او چلونکی یې هم په څلورو ژبو خبرې کوي.»

نوموړی زیاتوي: «په لومړي سر کې زه تاسې یو کور ته وړم او بیا تاسې په یو موټر کې کیشتې ته رسوم. دا کار یو ساعت وخت نیسي او ستاسې د تگ ضمانت کیږي، که نه نو ستاسې پیسې تاسې ته بیرته درکول کیږي. زما د تلیفون شمیره واخلئ، که کومه پوښتنه مو درلوده له ما څخه یې وپوښتۍ. زه دوه ساعته نور هم دلته یم.»

داسې ښکاري هغه لویه کمره چې زما په اوږو وه دغه قاچاقبر ترې خبر وو او شاید یې هم د دې پروا نه درلوده. کله چې هغه خپل دغه کار ترسره کړ لاړ تر څو هغه د ځوانانو یوې بلې ډلې ته هم همدغه خبرې وکړې.

هغه سمدلاسه دغه کسان یوې قهوه خانې ته بولل چې فکر کیږي دوی هلته خپلې پیسې بدلولې. نور قاچاقبران د سړک تر غاړې په یو پارک کې ناست ول او له داسې کورنیو سره یې خبرې کول چې په تورو پلاستیکي کڅوړو کې یې خپل سامانونه له ځان سره لیږدول.

لویه مافیا په کار نه ده

په ازمیر کې اوس هم دوکانداران د ژغورنې نارنجي رنگه واسکټونه پلوري. یوازې همدومره شوي چې اوس دغه واسکټونه د قاچاق ضد تعقیبونو له امله په دوکان کې دننه پټ ایښودل شوي دي.

د آلمان صدراعظمې د دوشنبې په ورځ له ترکیې څخه لیدنه وکړه، څو اروپا ته د مهاجرو د غیرقانونې سفر په هکله خبرې وکړي. د ژمي سړه هوا هم ونه توانیدله د مهاجرت د گړندي بهیر مخه ونیسي.

د ترکیې او یونان تر منځ د آژه په سمندر کې بې شمیره انسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
د ترکیې او یونان تر منځ د آژه په سمندر کې بې شمیره انسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دیانځور: picture-alliance/AP Photo/S. Palacios

د اروپایې اتحادیې او ترکي پولیسو د فشار سربیره تیره میاشت د دې هیواد له لارې تر ۶۸ زرو ډیر کډوال اروپا ته اوښتې دي. د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال په جنوري میاشت کې یوازې ۵۰۰۰ کډوال له دې لارې اروپا ته داخل شوي ول. تمه کیږي چې دغه شمیر به د فبروي په میاشت کې د سوریې په حلب ولایت کې د جگړې له امله لسهاو زرو ته لوړ شي.

نجیب یوز، د ازمیر ساحلي ښار په چشمه سیمه کې یو میلمستون لري. مهاجر مخکې تر دې چې له ترکیې څخه د یونان د چیوس ټاپو په نیت حرکت وکړي په دغه ځای کې تم کیږي. نجیب یوز وایې: «اروپا کولې شي ترکې ته پیسې ورکړي، خو سل میلیونه ډالره هم د دوی (مهاجرو) مخه نه شي نیولې. دغه خلک له جگړې تښتي، تر څو چې جگړه نه وي بنده شوې، مهاجر به خپل راتگ جاري وساتي.»

نوموړی په داسې حال کې چې خپلو گوتو ته اشاره کوي وایې:«په یاد ولرئ؛ که له دې شیبې څخه دوه کاله ورسته هم تاسې راشئ، هر څه به په همدې شکل وي.»

دغه مهاجر وروسته تر دې چې قاچاقبرانو ته یې پيسې ورکړې، په زیات گمان سره شمال لور ته د ایوالیک ښار ته نږدې ساحلي سیمې ته انتقالیږي او له هغه ځایه بیا لیسبوس ته وړل کیږي. او یا هم ختیځ لور ته د چشمې ښار ته انتقالیږي. په دغه ځای کې دوی د آب و هوا ښه کیدو ته انتظار باسي، څو د اونۍ په پای کې د آژه سمندر څخه تیر شي.

که د سمندر اوبه ولاړې وې د هوټلونو خونې معمولاً ډکې وي. له هر مسافر څخه دوی۱۰ او له هرې کورنې څخه ۶۰ ډالره اخلي، خو یوز ادعا کوي له هغو کسانو سره چې پيسې نه وي په دغه هوټل کې د شپې تیرولو اجازه ورکوي: «څه وکړو؟ آیا کولې شو یوه مور له دریو ماشومانو سره پریږدو چې د باندې پاتې شي؟»

د هوټل مخامخ سړک کې افغان ماشومان د فوټبال لوبه کوي. نجیب یوز وایې چې څو واره سیمه ییزو پولیسو هغه نیولې او گواښلې دی چې که هغو مهاجرو ته چې غواړي یونان ته لاړ شي ځای ورکړي، نو دې به بندي کړي.

یوز زیاتوي: «زه پوهیږم چې کوم بد کار نه کوم. دا قاچاقبران دي چې خلک دې ځای ته راوړي. پولیس وایې چې دا لوې سازمانونه دي چې دا خلک دې ځای ته راوړي......... په داسې حال کې چې دوی عادي ډلې دي. کومه لویه مافیا وجود نه لري.