1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تروريستي بريدونو د معلوماتو يوه چينه يو ۳۶ کلن افغان دی

۱۳۸۹ مهر ۸, پنجشنبه

د چهار شنبي په ورځ داسي خبرونه خپاره سول چي د لويديځ استخباراتي ادارو د القاعدې يو داسي پلان شنډ کړی، چي غوښتل يې په برتانيې، فرانسې او آلمان کي تروريستي حملې تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/PQ53
«دغه ځوان اوس په بګرام کي تر تحقيق لاندي دی.»
«دغه ځوان اوس په بګرام کي تر تحقيق لاندي دی.»انځور: DW

د آلمان د کورنيو چاور وزارت وويل چي هغوی ته تر اوسه پوري داسي نښي نښانې په لاس

نه دي ورغلي چي په دې هيواد کي پر کومي پلان سوي تروريستي حملي شهادت ورکړي.

داچي په المان کي د تروريستي بريدونو د تر سره کېدو په اړه معلومات د کومه سوي د تروريزم يو آلمانی کار پوه، يو هاخيم هاګن د المان ږغ راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي:

« ددي يوه مهمه چينه يو۳۶ کلن افغان دی چي المانی تابعيت لري. او په هامبورګ کي ژوند کوي هغه د جولای په مياشت کي د امريکايانو لخوا په کابل کي نيول سوی دی.»

دغه ځوان د۲۰۰۹کال د فبرورۍ په مياشت کي د نسبتاً يوې لويي ډلي سره د هامبورګ څخه ولاړ او د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کي د تروريست په حيث وروزل سو او د جولای په مياشت کي د امريکايانو لخوا ونيول سو.

هاګن وايي: دغه ځوان اوس په بګرام کي تر تحقيق لاندي دی. هغه په دې تحقيقاتو کي په المان، او المان باندي د ګوذارونو د طرحو په هکله معلومات ورکړي. خو دا معلومه نه ده چي دی ترکومه ځايه رښتيا د ګوزارونو د طرحو په هکله معلومات لري او يا داچي ايا ده په دې ډول نه غوښتل چي ځان مهم وښيي.

په المان کي د کورنيو چارو وزارت يوازي دونه ويلي دي چي، په المان کي داسي خيال کيږي چي د تروريستي ګوزار د کيدو خطر موجود دی. خو دايمي خطر اوکومه لوړه امنيتي سطحه منځته نده راغلې.

دويچه ويله/ اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل