1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ پر پخواني مشارو دولس مورده تورونه لږيدلي

۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبه

د ترمپ د ټاکنیز کمپاین پخوانی مشاور پاول منافورت، د «امریکا پر ضد پر توطیې» سربیره پر نورو جرمونو تورن شوی. ځانګړي څیړونکي رابرت مولر، د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تړاو د هغه په اړه څیړنې پیل کړې وې.

https://p.dw.com/p/2mkvO
USA Cleveland Paul Manafort Campaign Manager Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Rourke

پاول منافورت د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د کامیابه ټاکنیز کمپاین مشر وو. هغه د دوشنبې په ورځ سهار ځان فدرالو چارواکو ته وسپاره. پر منافورت او د هغه پر سوداګریز شریک ریک ګیتس، باندې ۱۲ جرمي تورونه لګول شوي دي.

چارواکو په یوې بیانه کې ویلي دي: «محکمې ته د حاضریدو په سند کې ۱۲ مورده شامل شوي دي: د امریکا متحده ایالاتو پر ضد توطیه، د پیسو د سپینولو توطیه، د یوه بهرني خریدار ناثبت شوی استازی، د بهرنیو استازو د ثبتولو په برخه ناسم او یا هم غلط معلومات ورکول، ناسمې بیانیې او د بهرنیو بانکونو او بانکي حسابونو د ثبتولو په برخه کې د پاتې راتلو اووه مورده.»

محکمې ته د حاضریدو د سند په حواله منافورت او ګیتس، د لابي په یو څو میلیون ډالري کمپان کې کرملین ته د نزدي وګړي او د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یوناکویچ، په سپارښتنه ښکیل شوي ول. په ټوله کې هغوی له ۷۵ میلیونه ډالرو څخه ډیرې پیسې بهرنیو حسابونو ته استولې دي. په دې سند کې راغلي دي چې منافورت پخپله له ۱۸ میلیونو ډالرو څخه ډیرې پیسې سپینې کړې دي.

یوه فدرال عالي منصفه هیات، دغه تورونه تایید کړي دي او په دې ترتیب سره یې محکمې ته د منافورت د حاضریدو پریکړه کړې. رسنیو ویلي دي چې دغې موضوع نور جزئیات به د دوشنبې په ورځ خپاره شي. له دې سره نو د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په تړاو لومړۍ نیونه ترسره شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي سازمانونو په جنوري میاشت کې تایید کړه چې روسیې د دغه هیواد په تیرو ټاکنو کې له مداخلې سره د ولسمشر دونالد ترمپ له بریا سره مرسته کړې. اوس نو ځانګړی څیړونکی رابرت مولر، د ترمپ د کمپاین او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو د شتون په اړه څیړنې کوي. هغه په دې اړه هم څیړنې کوي چې ایا ترمپ او یا هم مشاورینو یې د څیړنو د مخنیوي هڅه کړې او که نه. روسیې د امریکا متحده ایالاتو په ټاکنو کې لاس وهنه رد کړې او همداراز ولسمشر دونالد ترمپ، دغه څیړنې د هغه پر ضد سیاسي کار بللی دی.

د ولسمشر دونالد ترمپ غبرګون

ولسمشر دونالد ترمپ، د یکشنبې په ورځ سهار د تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې د دغو څیړونو په اړه خپله غوسه څرګنده کړه. هغه د خپل کمپاین او روسیې تر منځ د اړیکو تورونه «ناسم» او د «توهمتونو تعقیب» وباله.

ولسمشر ترمپ بیا پر خپلې پخوانۍ سیالې هیلري کلنتن باندې تور ولګوه چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د هغی د دندې پر مهال روسیې ته د یورانیمو یو تړون ورکړل شوی وو چې په خبره یې باید وڅیړل شي. ترمپ ویلي دي چې وروستې هڅې د دې له پاره کیږي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند غواړي په مالیاتو کې کموالی راولي او له همدې کبله د دې څیړنې له برجسته کولو سره له دې اقدام څخه د توجه د اړولو هڅې کیږي.