1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ لنډه پېژندنه

۱۳۹۵ آبان ۱۴, جمعه

هغه څوک چي د دونالد ترمپ په اړه څه ليکي نو د امریکا د جمهوري رياست له پاره ددغه کانديد د خصوصياتو په اړه معمولاً له داسي کلمو، لکه متعرض، بې پرنسيپ، ماترياليست، پرځان مين، بې انظباط او جذاب څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/2SAXU
USA Wahlkampf Republikaner Donald Trump in Gettysburg Pennsylvania
انځور: Reuters/J. Ernst

گویندا بلېر، چي د دونالد ترمپ او کورنۍ په باب یې دوه کتابه لیکلي دي، وايي چي که سړی د جمهوري غوښتونکو د یوه کاندید په توگه د دونالد ترمپ د خصلتونو معلومات اخلي، نو د داسي اصطلاحاتو لکه متعرض، بې پرنسیپه، ماټریالست، ځان ښکاره کوونکی، هوښیار، دسپلین نه لرونکی، ځان تیرونکی او یا د جذاب له اصلاحاتو سره مخامخ کیږي. خو د هغه له پاره تر ټولو دمخه دوې کلمې ښه دلالت کوي: پر ځان مین او سوداگر شخص.

گویندا بلېر، دویچه ویله ته وویل چي «ترمپ یو سوداگر دی او د خپل ځان له پاره کار کوی. هغه یوازي پرځان باندي معتقد دی.» د هغې په خبره «که یوڅوک په ځینو خاصو حالاتو کي ده ته اشاره وکړي چي په یوه کار کي ډیره کامیابي نه لري، بیا نو دی دومره عصباني کیږي چي د ناروغۍ تر سرحده پوري رسیږي او سخت عکس العمل ښيي. دا نو په اصطلاح د ده پرځان مین توب ته سخته صدمه ده».

«د ترمپ ملت» (Trump Nation) په نوم یوه کتاب مؤلف او لیکوال تیموتي برین، وايي چي د کتاب تر لیکلو وروسته ترمپ ناکامه هڅه وکړه چي د جبران خسارې په نوم د پنځو ميلیاردو ډالرو اقامهء دعوه وکړي. ځکه چي برین لیکلي ول چي ترمپ تر هغه لږ پیسې لري، لکه څرنگه چي یې په عامه ذهنیت کي معرفي کوي.

د ده په خبره «ترمپ په حقیقت کي هم هغه اوه کلن هلک دی چي يوازي غټ سوی او زوړ سوی دی. دی کولای سي چي یو په يو خبرو کي یو سړی بند او وتړي، خو دی پخپله ډیر بې دسپلینه شخص هم دی چي په ډیر مهارت، هوښیارۍ او احساساتو سره په عامه ذهنیت کي راڅرگنديږي. دی په کراره کراره سره په اصطلاح پر ځان مین سو. له هغه چا سره چي دی له سهاره تر ماښامه پوري علاقه مندي لري، هغه دی پخپله دی».

څوک مسئول دئ؟

برین وايي چي د دونالد ترمپ کاندیدي د ۲۰۰۸م کال د اقتصادي بحران د وروستیو اغېزو په نتیجه کي ممکنه سوه. دا په دې معنی چي «دغه بحران غریب امریکایان نور هم په ډیر خراب حالت کي راوستل. هغوی نور کولای نه سي چي خپل پورونه ادأ کړي، د کوچنیانو تعلیم او تربیه یې له خطر سره مخامخ سوې او تقاعد یې هم ډاډمن نه دی. په ټوله هیواد کي خلگ په غوسه دي، ځکه دوی گومان کوي، چي شاته پرې ښوول سوي او یوې خواته ټیله سوي دي. هغوی پر ممتاز قشر باندي په قهر دي چي هرڅه یې په اختیار کي دي، پر بې کفایته کانگرس باندي او پریوه ډیر کوچني لوړ قشر باندي چي هرڅه یې انحصار کړي دي.»

برین زياته کړه چي «یوڅوک باید د دغو ټولو کارونو مسئول وي او ترمپ دريځ ته له یوه اوږده ليست سره راځي، د هغوی نومونه یادوي چي د دغو ټولو کارونو مسئول دي. له مهاجرو څخه نیولې بیا تر مسلمانانو، ښځو او رسنۍ او میډیا پوري چي په خبره یې یوازي درواغ وايي».

د ترمپ د قوت او مهارت یو بل دلیل چي خلگ له ځانه سره ملگري کړي، پر خپل ځان باندي عقیده درلودل دي. هغه څه چي دی په کوچنیوالي لا پرې معتقد سو. ترمپ یوازي پر بریالیتوب باندي عقیده لري: «دی سخت پردې باندي معتقده دی، چي د پیسو تر گټلو بل هیڅ شی لوړ نه سته. دغه هدف په ژوندکي ډیر مهم دی او په هر قیمت باید لاس ته راوړل سي».

ترمپ په پخوانیو وختونو کي درې واره اعلان کړی وو، چي غواړي سپيني ماڼۍ ته ننوځي، خو مخکي تر دې چي خبره جدي سي، بیرته له خپل پلان څخه اوښتی دی. د بلېر په خبره ترمپ ډیر لږ اوږدمهاله پلانونه جوړوي. تر هغه وروسته چي د ترمپ سوداگريز او معاملاتي کارونه مخ پر کښته روان سوه، بیا نو په کراره کراره سره سیاست ته داخل سو.

کله چي دی په رسنیو کي د خپلو معاملاتي کارونو لکه، تعمیراتي معاملې، یا هوټلي او ؤدکا خرڅولو له کبله مشهوره سو، نو یې درک کړه، چی ولي له همدغه شهرت څخه د خپل ځان په گټه کار نه واخلي. بیا یې نو سیاست ته مخه کړه، څو چي ځان یې د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوري رياست انتخاباتو ته کاندید کړ.

خو بلاخره باید دی په دې پوه سي چي دا یو لیونتوب دی چي تر دغه ځايه رارسیدلی دی، ځکه د بلېر په خبره «دغه چوکۍ پرده ډیره لوړه ده.» دواړه لیکوالان شک لري چي ترمپ دي ټینگ معتقد سیاسي سړی وي. ځکه چي هغه پخوا یو بې طرفه او چپي موقف درلود، خو وروسته ښی اړخی سو.