1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او لاوروف ملاقات

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف د روسیې لومړی لوی چارواکی دی چې له ترمپ سره ویني. د امریکا متحدو ایالاتو او روسیې د ولسمشرانو تر منځ ملاقات له پاره هم تابیا نیول کیږي.

https://p.dw.com/p/2cm6d
USA Trump und Lawrow
انځور: picture alliance/dpa/A. Sherbak

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف څلور کاله وروسته امریکا متحدو ایالاتو ته سفر کړی. د متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ په انتخاباتي مبارزه کې له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو خبره کړې وه، هغه اړیکې چې له کلونو راهیسې ډیري زیانمنې شوي دي. خو واکمنۍ ته د ترمپ له رسېدو راهیسي دغه اړیکې لا پسې ترینگلي شوي دي.

ویل کیږي چې د سوریې او اوکراین په کړکیچونو کې دواړه قدرتونه مختلفې گټې تعقیبوي. په وروستیو وختونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې د ترینگلتیا سبب د متحدو ایالاتو له لوري د سوریې پر یوه پوځي اډې باندې د توغندیو برید وو. روسیه د سوریې په کړکیچ کې د بشارالاسد ملاتړ کوي.

په سپینه ماڼۍ کې تر ملاقات وروسته ترمپ او لاوروف د رسنیو پر وړاندې د دواړو هیوادونو یو بل ته د نزدې کیدو په هکله محتطانه زیگنال ورکړ. ترمپ وویل چې ملاقات «په ډیره ښه توگه تر سره شول.» لاوروف بیا زیاته کړه چې د متحدو ایالاتو ولسمشر د دواړو هیوادونو تر منځ د متقابلو دوو اړخیزو عملي اړیکو سره لیوالتیا لري. د هغه په خبره ترمپ ډاډ ورکړی دی چې له روسیې سره د اوکراین په موضوع کې د نزدې کیدو امکان شته. لاورف وړاندې ویلي دي «زه فکر کوم کې موږ به د سوریې په هکله ښه څه تر سره کړو.» 

لاوروف (په انځور کې کیڼ اړخ ته) تر دې دمخه له خپل امریکایي سیال ریکس تیلرسن سره لیدلي وو
انځور: picture alliance/dpa/C. Kaster

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې ترمپ له لاروف سره په دغه ملاقات کې د روسیې له مشرتابه څخه غوښتي دي چې د اسد حکومت او همداشان ایران چې د بشارالاسد ملاتړی دی مهار کړي. زیاته شوې ده چې د امريکا ولسمشر له مسکو څخه غوښتي دي چې د مېنسک تړون «په بشپړه توگه تطبیق شي» څو د اوکراین په ختیځ کې کړکیچ حل او فصل شي.

دغه تړون چې دوه کاله پرې اوړي موخه یې بشپړ اوربند رامنځ ته کول دي. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې اوکراین او لویدیځ هیوادونه پر روسیې باندي د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د ملاتړ تور لگوي. خو مسکو بیا دغه تور ردوي.

د اف بي آی د مشر د گوښه کولو قضیه

د امریکا د تحقیقاتي فدرالي ادارې مشر له دندې لیرې کول ښایي د واشنگټن او مسکو تر منځ اړیکې زیانمنې کړې. د اف بي آی مشر جیمز کومي، د روسیې له لوري د امریکا د ولسمشرۍ له پاره په ټاکنيز کمپاین کې د احتمالي لاسوهنې په هکله د څیړنو په سر کې وو. خو روسیه وایي چې د متحدو ایالاتو په ټاکنیزه مبارزه کې کومه لاسوهنه نه وه.

سیرگې لاوروف سپینې ماڼۍ ته تر تگ دمخه د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن سره لیدلي ول. تیلرسن له لاوروف سره خپل ملاقات د هغه یوه چانس په توگه یاد کړی دی چې دواړه دیپلوماتان وکولای شي خپلو رغنده خبرو اترو او د نظرونو تبادلې ته ادامه ورکړې. دغه خبري اتري تیره میاشت په مسکو کې پېل شوې وې.

مسکو ته د دغه سفر پر مهال تیلرسن د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د بیرته رغولو خبره کړې وه.

زموږ له ارشيف څخه: