د تایتانیک کښتۍ له «بیا پيدا» کېدو۳۰ کلونه تيريږي
دیرش کاله مخکې ځينو امریکایي غوټه وهوونکو د سمندر په تل ۴۰۰۰ مترۍ کې د تایتانیک کښتۍ بقایا وموندل. دغه لویه کښتۍ د ۱۹۱۲م کال په لومړیو کې په اتلانتيک کې له یوه کنگل سره تر حنګیدو وروسته ډوبه شوه.
دغه کښتۍ د ۱۹۱۲ کال د اپریل میاشت پر ۱۴مه نیټه په اتلانتيک کې ډوبه شوه. ۷۳ کاله وروسته، د ۱۹۸۵م کال د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ نیټه امریکایي رابرت بالارد او فرانسوي ژان لویي میشل، د سمندر د تل په څلور زره مترۍ کې د تایتانیک کښتۍ بقایا وموندلې.
د «آر اس ام» تایتانیک کښتۍ د شلمي پیړۍ په لومړیو کې جوړه شوې وه. د دې کښتۍ د جوړولو چاري په ۱۹۱۲م کال کې پای ته ورسیدې. هغه وخت دغه ۲۷۰ متره اوږده کښتۍ د نړۍ تر ټولو لویه کښتۍ بلل کیده.
د تایتانیک کښتۍ د جوړولو چارې په ۱۹۰۸م کال کې پیل شوې.
د تایتانیک کښتۍ د یوې لومړۍ درجې خوب خوني انځور
د تایتانیک کښتۍ دننه ډیره لوکسه او هوټلونو ته ورته وه.
تایتانیک د خپل سفر له پیلولو څلور ورځي وروسته په اتلانتيک کې د یخي له غره سره وجنګیده او د دوو ساعتونو او څلویښتو دقیقو په جریان کې ډوبه شوه. د دغې کښتۍ له ۲۲۲۷ مسافرو څخه یوازې ۷۰۵ کسان ژوندي پاته شول.
د دغې کښتۍ کپتان تر وروستۍ شېبې په کښتۍ کې پاته شو او له کښتۍ سره یو ځای ډوپ شو.
کارپاتیا کښتۍ لومړۍ مرسته وه چې د تایتانیک تر ډوبیدو دوه ساعته وروسته، سیمې ته ورسیده. هغو کسانو چې د کښتۍ د ډوبیدو پر مهال د ژغورني په وړو کښتیو کي ځای نيولی وو ژوندي پاته شول خو نور کسان چې په اوبو کې ول د يخي هوا له کبله مړه شول.
۷۳ کاله وروسته کله چې د دغي کښتۍ بقايا وموندل شول نو ولیدل شول چې د هغې دوې لوی ټوټې یو له بله ۶۰۰ متره لیرې پرتې وې.
د تایتانیک کښتۍ تر موندلو وروسته، په هغه کې موندل شوي توکي ورو ورو له سمندره راو ایستل شول. او په ۱۹۹۴م کال کې د محکمې د پریکړې پر اساس د تایتانیک کښتۍ د بقاياو مالیکیت د «آر ام اس تایتانیک» شرکت ته وسپارل شو.
له ۲۰۱۲م کال راهیسې یونسکو د دغي کښتۍ د بقایاو د ساتلو دنده پر غاړه لري.
د تایتانیک پر موضوع ډیر هنري اثار جوړ شوي دي. د دغي کښتۍ د ډوبیدو په اړه ۱۲ فلمونه هم جوړ شوي دي. دغه انځور په ۱۹۸۵م کال کې پر دې موضوع باندي د یوه جوړ شوي فلم دی.
خو پر دې موضوع تر ټولو مشهوره فلم په ۱۹۹۷م کال کې د جیمز کامرون له خوا جوړ شوی دی چې د اسکار ۱۲ جایزې یې ګټلي دي.
په ۲۰۱۲م کال کې د تایتانیک کښتۍ د ډوبیدو سلمه کلیزه ولمانځل شوه او په مناسبت یې په نړۍ کې ډیر نندارتونونه پرانیستل شول.
په دغه کال کې له تایتانیک څخه ډیر موندل شوي توکې وپلورل شول. دا له دې کښتۍ څخه ترلاسه شوي عطر دي.
په کښتۍ کې موندل شوې د هغه وخت پیسې.
په ۲۰۱۳م کال کې په تایتانیک کښتۍ کې یو موندل شوی والون په یو میلیون پونډ وپلورل شو.
په ۲۰۱۲م کال کې د تایتانیک کښتۍ د ډوبیدو د سلمي کلیزي په مناسب په بلفاست ښار کې د تایتانیک ودانۍ په نوم یو موزیم پرانیستل شو.
رابرت بالارد غواړي د تایتانیک کښتۍ بقایا په یوه موزیم واړوي.