1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «تاپي» پروژې ته نوی ځواک جوړيږي

رضا شېر محمدي/مسعود جهش۱۳۹۲ مرداد ۹, چهارشنبه

افغانستان وایي چې د «تاپي» پایپ لاین د امنیت ساتلو له پاره به ۷۰۰۰ امنیتي ځواک وګوماري. دغه پایب لاین د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان ګاز هندوستان ته لېږدوي. دغه پروژه د سیمې په کچه ستره گڼله کیږي.

https://p.dw.com/p/19Hau
Photo taken on March 10, 2008 shows the construction site of the second project of west-to-east natural gas transmission pipeline in Fengle Town of Wuwei City, northwest China's Gansu Province. The pipeline will carry natural gas from Turkmenistan and China's Xinjiang Uygur Autonomous Region to the central and west China's areas as well as the Yangtze and Pearl River deltas. The 9,102-kilometer pipeline that is under construction consists of a main line and eight sub-lines traversing 14 provinces, autonomous regions and the municipality Shanghai. The pipeline¡-s designed gas transmission capacity is 30 billion cubic meters annually and the total investment on the project is 142.2 billion yuan (about 20 billion U.S. dollars). Foto: Xinhua /Landov +++(c) dpa - Report+++
Bau einer Erdgas-Pipeline in Chinaانځور: picture-alliance/dpa

د تاپي پایپ لاین د هرات د تورغنډۍ له لاري د فراه او کندهار له ولایتونو څخه پاکستان او هندوستان ته رسیږي . دغه پایپ لاین ټول ټال ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کي تیریږي.

خو په افغانستان کې د دغه پایپ لاین د امنیت ټینګول يو ستونزمن کار دی. ډیر کسان په دې اړه اندیښنه لري چې که د افغانستان په امنیتی وضعیت کې ښه والی را نه شي نو د دغه پایپ لاین د امنیت ساتل به ډیر ستونزمن کار وي.

د هرات ولایت یو اوسیدونکی فضل احمد، وايي: «زه فکر نه کوم چې دغه پروژه دې په ښه ډول سره عملي شي. امنیت ډاډمن نه دی او زه د دغې پروژې د امنیت د ټینګښت په اړه اندېښنه لرم. خو بیا هم هیله لرم چې دغه پروژه دي عملي شي.»

خو د افغانستان د کانونو او صنایع وزارت د پرمختیایي برنامو رئیس، جلیل جمرانی، وايي چې د تاپي پروژې د امنیت د ټینگښت په اړه اندیښنه نه لري. هغه وايي: «د افغانستان د کانونو وزارت له امنیتي ادارو سره یوځای د دغي پروژې د امنیت د ټینگښت له پاره یو پلان لري. پلان شوی دی چې د ټاپي د امنیت د ټینگښت له پاره به ۷۰۰۰ تازه نفسه ځواک وگومارل شي. د دغې پروژې د امنیت د ټینگښت له پاره له ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونو ډالرو پوري پېسې ځانگړې شوې دي.»

د «تاپي» پروژې د گازو د پايپ لاين مسير
د «تاپي» پروژې د گازو د پايپ لاين مسيرانځور: DW

جمرانی وایي چې د دغو ځواکونو قومانده به د ملي اردو او پولیسو د باتجربه افسرانو په لاس کې وي خو سرتیري به یې تازه استخدام شوي افغانان وي.

د خلکو ونډه

د هغو سیمو اوسیدونکي چې پایپ لاین پکې تیريږي، د دغه پایپ لاین په امنیت ساتلو کې ونډه لرلای شي. جمرانی وایي: «د خلکو د همکارۍ ماسوا هیڅ کومه پروژه نه شي پلي کیدای. خلک د دغې پروژې له عملي کیدو څخه گټه اخلي. هغوی باید خپلو گټو ته په کتو سره د دغې پروژې په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي.»

ویل کيږي چې ایران غواړي د تاپي پروژې مخه ونیسي او په دې ترتیب سره خپل گاز پر هندوستان باندې وپلوري. که دغه پروژه عملي شي نو ایران به خپل گاز ته د پیریدونکو په موندلو کې له ستونزي سره مخامخ شي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د کانونو وزارت چارواکي وايي چې ایران د هندوستان د اړتیا وړ گاز د تامینولو له پاره کافي زیرمي نه لري نو له دې کبله به دغه هیواد په دې برخه کې ستونزې رامنځ ته نه کړي.

پلان شوی دی چې د تاپي پایپ لاین به تر ځمکي لاندي وغځول شي. دغه موضوع په خپله د دغه پایپ لاین پر وړاندي امنیتي ستونزي له منځه وړي.

افغان حکومت ۷۰۰۰ نوی ځواک د دغه پروژې د امنيت ساتلو له پاره گوماري
افغان حکومت ۷۰۰۰ نوی ځواک د دغه پروژې د امنيت ساتلو له پاره گوماريانځور: Getty Images

افغانستان لږ گاز رانیسي

افغان، ترکمني، پاکستاني او هندي چارواکو په عشق آباد کې په خپله وروستۍ غونډه کې داسي موافقې ته سره ورسیدل چې په ۲۰۱۵ کال کې د تاپي پروژې کارونه پیل شي او تر ۲۰۱۷ کاله پای ته ورسیږي. ټاکل شوې ده چې افغانستان به هر کال له دغې پروژې څخه پنځه میلیارده متر مکعب گاز رانیسي، خو اوس افغانستان د پخواني پلان په پرتله لږ گاز خریداري کوي. جمرانی وایي چې افغانستان به د ډیر گاز رانیولو پر ځای د خپل گازي زیرمو پر استخراج بادې پانگونه وکړي.

د تاپې په پروژې څلورو سره هیوادونو د «تاپي لمتید» په نوم یو گډ شرکت جوړ کړی دی. د تاپي پروژې په پیلیدو سره به یوازې په افغانستان کې ۵۰۰۰۰ کسان په کار وگومارل شي. ویل کیږي چې افغانستان به له تاپي پروژې څخه هر کال د دوو او درو میلیاردو ډالرو تر منځ عاید ترلاسه کړي.