1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تايلنډ د چاودنو په تور ايرانيان نيول سوي دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د تايلنډ امنيتي چارواکو دوه تنه ايراني وګړي د اسرائيلو سفارت مخ ته تر چاودني وروسته نيولي دي. اسرائيلو په تايلنډ، گورجستان او هندوستان کي پر خپلو سفارتونو د بريدونه پړه پر ايران اچولې ده.

https://p.dw.com/p/143SE
انځور: AP

اوس پوليس د يوه دريم کس په لټه کي دي. ويل کيږي چي دغه کسان د تايلنډ په پلازمېنه بانکوک کي د سه شنبي په ورځ د اسرائيلو پر سفارت په بريد کولو تورن دي.

د تيري ورځي په پيښه کي يو ايرانی هغه مهال سخت ټپي شو چي هغه لاسي بم چي ده له ځان سره درلود وچاوديد. تر پيښي مخکي په يوه کور کي هم يو بم چاودېدلی وو چي د پوليسو پام بل لور ته واړوي.

د پيښي په ترڅ کي يوه کس پر يوه ټکسي موټرلاسي بم استعمال کړی او دوهم کس غوغښتل چي پر پوليسو لاسي بم وغورځوي خو د بم د چاودلو له کبله هغه خپلي پښې له لاسه ورکړي دي. په پيښه کي څلور نور کسان هم ټپيان شوي دي.

پوليس وايي چي له تپي شوي کس څخه ئي د پيژندني ايرانی کارت موندلی دئ. پوليسو بيا وروسته يو بل ايرانی په هوايي ډگر کي ونياوه.

د بانکوک د پوليسو مشر ويلي دي چي تر پيښي مخکي ئي خپلو ځواکونو ته ويلي ول چي کيدای شي يو بريد ترسره شي، خو د هغه په خبره د بريد ځای او څرنگوالی پوليسو ته معلوم نه وو.

د تايلنډ لومړي وزير پر خپلو خلکو غږ کړی دئ چي د تحقيقاتو بشپړيدلو ته انتظار وباسي. هغه ويلي دي چي د تايلنډ خلک بايد وار خطا نه کړي. ځکه د پيښو تر شا کسان نيول شوي دي.

اسرائيل پر ايران تور لگوي

د روان کال د جنورۍ په مياشت کي د تايلنډ پوليسو يو کس چي له حزب الله سره ئي اړيکي درلودلې و نياوه. پوليسو د دغه کس په مرسته ډير داسي مواد چي د بمونو په جوړولو کي کارول کيږي هم پيدا کړل.

تر دې وروسته اسرائيلو او امريکا خپلو وگړو ته خبرداری ورکړ چي په تايلنډ کي له احتياط څخه کار واخلي. د اسرائيلو د دفاع وزير په بانکوک کي د سه شنبې د ورځي د بريدونو پړه پر ايران ور اچولې ده. هغه ويلي دي چي د سه شبني د ورځي بريد ښيي چي ايران د تروريزم له لاري عمل کوي.

تر دې مخکي د دوشنبې په ورځ هم په هندوستان او گرجستان کي د اسرائيلو د سفارتونو مخ ته چاودني شوي وې چي پکښي يوه اسرائيلۍ ديپلوماته ټپي شوې هم وه.

مسعود جهش (رويترز، فرانس پرس، اسوشيتد پريس)
کتونکي: نجيب الله زيارمل