1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان قاچاق وړونکي وژلي

۱۳۸۹ مهر ۱۳, سه‌شنبه

د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوه تنه افغان قاچاقبر وژلي او ۱۳۰ کيلو ګرامه نشه مواد يې ترلاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/PVvL
تاجکستان د افغانستان سره ۱۳۴۴ کيلومتره سرحد لري
تاجکستان د افغانستان سره ۱۳۴۴ کيلومتره سرحد لريانځور: AP

تيره شپه په درو جلا جلا عملياتو کي د افغانستان او ازبکستان د سرحد سره تاجکي سرحدي ځواکونو په مجموع کي ۱۳۶ کيلو ګرامه نشه يي مواد تر لاسه کړي او دوه تنه افغان قاچاق وړونکي يې وژلي دي.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو وياند خوشنود رحمت الله يف نن په دوشنبې کي خبريالانو ته ويلي دي چي دوه افغانان وژل سوي يو تاجک نيول سوی او دوه ميله کلاشنيکوف د مرميو سره ترلاسه سوي دي.

« د شوراباد په سيمه کي چي د دوشنبې په جنوب ۲۰۰ کيلومترۍ کی موقيعت لري ۹ تنو افغان چاقاق وړونکو تلاښ کوی چي د تاجکستان خاوري ته ور ننوزي. خو د سرحدي ځواکونو تر ډزو وروسته يو تن يې ووژل سو او نورو يې د تيارې څخه په ګټه اخستو سره بيرته افغانستان ته واوښتل.»

د هغه په خبره د پېښي په ځای کي ۸۰ کيلوګرامه د بنګو بوټي ( ماريوانه) او دوه ميله کلاشنکوفونه پاته سوی ول.

د تاجکستان د سرحدي ځواکونو وياند وويل چي، په يوه ورته پېښه کي د افغانستان سره پر پوله د حمداني په سيمه کي« لس تنو افغانانو هڅه کول چي د تاجکستان خاوري ته ور واړي. خو د تاجکي سرحدي ځواکونو تر ډزو وروسته د قاچاق وړونکو يو تن ووژل سو او نور يې بيرته د افغانستان خوا ته په تېښته بريالي سول.

د هغه په خبره د پيښي په ځای کي ۲۶ کيلو ګرامه پوډر او او دوه کيلو ګرامه ترياک نيول سوي دي.

په همدغه شپه د تاجکستان سرحدي ځواکونو د ازبکستان سره په سرحد کي يو تاجکی د ۲۸ کيلو ګرامه ترياکو سره ونيوی.

دا په داسي حال کي ده چي د روسيې د امنيت شورا مرستيال نن د هغه هيواد د سوچي په ښار کي په يوه نړيواله غونډه کي چي د امنيت په اړه جوړه سوې ول د افغانستان له اړخه د نشه يي موادو د تهديد سره د کلکي مبارزې غوښتنه کړې.

نيکولای پتريوشيف وړاند وينه وکړه چي د افغانستان د نشه يي موادو څخه به په ډيرو هيوادونو کي نور هم خلک وکړيږي.

هغه د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخه وويل چي ددې ناوړه موادو اصلي غوښتونکي اروپا چي د نړۍ څلرمه برخه نشه مواد پکښي مصرفيږي، فدرالي روسيه چي د نړۍ ۲۰٪ او چين ۱۰٪ .

هغه وويل چي د روسيې د نشه يي موادو د کنترول د اداري په خبره، په روان وخت کي شاوخوا ۵ ميلونه انسانان په روسيه کي په نشه يي موادو روږد دي. چي د هغوی ډيری د هغه هيروينو څخه کړيږي چي د افغانستان څخه ور قاچاق کيږي.

په روسيه کي هر کال د نشه يي موادو څخه په زرهاو خلک مري.

انتر فکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم