1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوټکې برید لس شکمن کسان ووژل

۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبه

د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې لس شکمن یاغیان وژل شوي دي. دغه خبر پاکستاني استخباراتي چارواکو د نوم د نه بربنډیدو په شرط ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/151MU
انځور: picture-alliance/dpa

پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي دي: «بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور باندې دوه توغندي وتوغول. موږ باور لرو چې دغه کور د یاغیانو له خوا کارول کیده.»

ویل کیږي چې د حقاني او حکیم الله محسود ډلې په دې سیمه کې میشتې دي. که څه هم متحده ایالات پر پاکستان باندې فشار اچوي چې په دې سیمه کې د یاغیانو پر وړاندې عملیات په لاره واچوي خو پاکستان تل له دې کاره ډډه کوي او وایي چې پوځیان ئې په نورو سیمو کې پر عملیاتو باندې بوخت دي او اوس نه شي کولای چې په دې سیمه کې عملیات په لاره واچوي.

د حقاني پر ډلې باندې تور دئ چې په کابل کې ئې د متحده ایالاتو پر وړاندې بریدونه په لاره اچولې دي. څو ورځې مخکې متحده ایالاتو د دغې ډلې دوه غړي پخپل تور لیست کې شامل کړل.

که څه هم پر پاکستان باندې تور لگول کیږي چې د حقاني د ډلې په گډون له یو شمیر افراطي ډلو څخه ملاتړ کوي خو دغه هیواد له دې خبرې انکار څخه کوي او وايي چې خپله د ترهگرۍ له کبله ډیر زیانمن شوی دئ.

په داسې حال کې چې د پاکستان پارلمان د مارچ په میاشت کې له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې پر پاکستان باندې خپل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي، خو دا تر هغه وخت وروسته د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو څلورم برید دئ. د پنجشنبې د ورځې برید په تیرو دوه ورځو کې د خپل ډول دویم برید دئ.

د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې اوس تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې تر هغه وروسته لا خرابې شوې چې تیر کال د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

پاکستان همداراز د چهارشنبې په ورځ هغه ډاکتر چې ویل کیږي د اسامه بن لادن د پټنځای په موندلو کې ئې له امریکا سره مرسته کړې وه په دریشو کلونو بند محکوم کړ. له دې سره کیدای سي د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکي لا پسې خرابې کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم