د بې پیلوټه الوتکو په قضیه کې د دیمیزیر پرضد نوي تورونه
۱۳۹۲ تیر ۲۳, یکشنبهویل کیږي چې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، د «یورو هاک» په نوم د بې پیلوټه الوتکو د رانیولو په یوه پروژه کې له یو لړ ستونزو څخه د هغه څه څخه چې ده پرې اعتراف کړی، لا ډیر مخکې خبر وو. د اپوزیسیون په نظر، له دې وجې د نوموړي وزیر اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی.
د زرغون ګوند د دفاعي چارو کار پوه امید نوري پور، د شنبې په ورځ د فرانس پرېس خبري آژآنس ته په برلین کې وویل چې له دې سره د وزیر ټول حیثیت له خاورو او ایرو سره برابر دی.
د سوسیال دیموکرات ګوند د دفاعي چارو سیاستوال، راینر ارنولد «شپیګل آنلاین» ته وویل:«زه سترګې په لار یم چې دیمیزیر به د فدرالي شورا د پلټنې په جرګه ګۍ کې له خپل دې اعتراف سره چې ګواکې هیڅ خبر نه وو، څه ډول تعامل وکړي.»
د دفاع وزارت څخه احتمالي سند
د آلمان «زود دویچه څایتونګ» نومې ورځپاڼې او «شپیګل آنلاین» له دې مخکې د دفاع وزارت د یوه داخلي سند په هکله رپوټونه ورکړي دي. ویل کیږي چې له دې سند څخه داسې ښکاري چې ښایي دیمیزیر د نوموړې پروژی په اړه د پراخو ستونزو په هکله له هغه څه څخه لا ډیر مخکې خبر ؤ چې تر اوسه پورې یې ادعا کیدله.
دیمیزیر ویلي ول چې هغه د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۲ کال د مارچ په لومړۍ نیټه په یوه ناسته کې د بې پیلوټه الوتکو د «جواز له ستونزو» څخه خبر شو، چې هغه وخت د نوموړي په نظر په د حل وړ وې. هغه ویلي دي: «دا د یورو هاوک د قضیې په اړه یوازیني معلومات ول چې ما مخکې له دې چې زه د ۲۰۱۳ کال د مې په ۱۳ له دغې پروژې څخه د لاس اخیستلو له پاره د خپل معین تصمیم منظور کړم، درلودل.»
خو زود دویچه څایتونګ او شپیګل آنلاین رپوټ ورکوي چې د ۲۰۱۳ کال یو سند د قضیې بهیر په یو بل ډول څرګندوي. دغه سند د دفاع وزرات د یوه مامور له خوا د اړوندې ادارې آمر ته وړاندې شوی دی. د نوموړو رسنیو د رپوټونو له مخې پر سند د دغه مامور له خوا یو یاداشت لیکل شوی دی چې په هغه کې راغلي دي: «وزیر د ۲۰۱۳ کال د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې د جواز درلودلو د وړتیا په هکله د یو پریکړنده تصمیم د وړاندې کولو انتظار لري.» د نوموړو رسنیو د ارزونو له مخې، له دغه یاداشت څخه ښکاري چې توماس دیمیزیر د پروژې د ناکامۍ په هکله لا مخکې خبر وو.
له خپل ځان څخه جوړ شوي اوامر غیرعادي نه دي
دا چې د جولای په پای کې د فدرالي شورا جرګه ګۍ په دې هکله پلټنه کوي، د دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۱۳مه) ونه غوښتل چې د نوموړي عنوان شوي سند په هکله تفصیلي دریځ ونیسي. د دفاع وزارت دومره وویل چې د داسې یوه سند په هکله د رسنیو یادونې د «شک وړ» دي. نوموړي وزارت وړاندې وویل: «د وزارت د کار کوونکو په منځ کې دا یو غیرعادي چلند نه دی، چې کله هغوی وغواړي چې یو امر باندې زیات ټینګار وکړي، نو د وزیرهدایت ته اشاره کوي، حتی که وزیر هدایت هم نه وي ورکړی.»
خو اپوزیسیون د دفاع وزرات دا ډول څرګندونه قانع کوونکي نه ګڼي. د زرغون ګوند سیاستوال نوري پور وایي: «څرنګه کیدای شي چې دیمیزیر اجازه ورکړي ترڅو د هغه له نامه څخه د وزارت کار کوونکي استفاده وکړي ترڅو یو بل تر فشار لاندې ونیسي.» هغه په استعاري توګه زیاته کړه: «هیله ده چې د هغه له نوم څخه یوازې په قانوني مسایلو کې کار واخیستل شي.»
جرګه ګۍ د جولای په پای کې غونډه کوي
څه باندې دوه اوونې وروسته دیمیزیر باید د فدرالي شورا د پلټنې جرګه ګۍ پر وړاندې ځواب ووایي. د دفاع وزیر باید په دغه جرګه ګۍ کې د هغه یو تور په هکله دریځ ونیسي چې ګواکې د بې بیلوټه الوتکو د رانیولو د پروژې له ناکامۍ څخه مخکې خبر وو او په دی هکله یې رښتیا نه دي ویلي.
د فدرالي شورا د دفاعی چارو جرګه ګۍ د جون په پای کې د پلټنې یوه جرګه ګۍ وټاکله. د جولای په ۲۲ به د پلټنې جرګه ګۍ د دیمیزیر په شمول د آلمان د دفاع دوو نورو پخواني وزیرانو څخه هم پوښتنې وکړي. د دغې جرګه ګۍ کارباید په سپتمبر کی د پارلماني ټاکنو څخه مخکې بشپړ شي. دیمیزیر د بې پیلوټه الوتکو یا «یورو هاک» پروژه د آلمان په هوایي قلمرو کې د الوتلو له پاره د جواز نه درلودلو په وجه، په داسې حال کې چې لا مخکې پرې څه د پاسه ۵۰۰ میلیونه یورو لګیدلې وې، باید درولې وای.