1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پرضد پاکستانی مبارز لادرکه دی

فرانس پرېس/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۲ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ضد مبارز له خپل کور څخه لادرکه شوې دی. په پام کې وه چې هغه په دغو ورځو کې د یو شمیر اروپايي هیوادونو پارلمانونو ته د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په هکله وینا کړې وای.

https://p.dw.com/p/1B6gf
انځور: picture-alliance/dpa

له اسلام آباد څخه د فرانس پرېس خبري آژانس، د رپوټ په حواله په «ناڅاپي» توګه د کریم خان، د ورکیدو خبر د هغه د وکیل شهزاد اکبر، له خوا د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۱مه) ورکړل شوی دی. شهزاد اکبر ادعا کوي چې کریم خان د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا «برمته» شوی دی.

د شهزاد اکبر د ادعا له مخې کریم خان د فبروري د میاشتې په پنځمه نیټه سحر وختي (د سترګو په رپ کې) له خپل کور څخه د استختباراتي ادارو د کارکوونکو له خوا بیول شوی دی.

د اکبر په خبره «د فبروري د میاشتې پر پنځمه نیټه سهار وختې شاوخو د ۱۵ څخه تر ۲۰ دولتي کسانو، کریم خان له خپل کور څخه بیولی دی. له هغې وروسته تر اوسه پورې د کریم خان کورنۍ ته د هغه د ځای په اړه معلومات نه شته. د دغو کسانو په منځ کې یو څو تنو د پولیسو یونیفورم پر تن وو او نور کسان په یونیفورم کې نه ول.»

شهزاد اکبر له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې وړاندې ویلي دي: «موږ د پیښې خبر پولیسو ته ورکړی، خو پولیس له دې خبرې انکار کوي چې ګوندې کریم خان پولیسو له ځان سره بیولی دی. موږ د پولیسو له مرکزي دفتر سره هم اړیکه ټینګه کړې ده، خو له هغوې سره هم دا ډول د نیولو کومه پيښه نه وه ثبت شوې. ظاهرا داسې ښکاري چې دا د استخباراتي کارکوونکو کار وي.»

د کریم خان یو ورور او ځوان زوی د (۲۰۰۹ کال د دسمبر په میاشت کې) د پاکستان په قبایلي سیمه کې د یوه بې پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې وژل شوي ول. کریم خان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله په محکمه کې د پاکستان حکومت پر ضد عریضه هم کړې وه چې دوسیه يې تر کار لاندی ده. ټاکل شوې وه چې د کریم خان د دوسيي په اړه به د محکمې استماعیه غونډه د سه شنبې په ورځ ( د فبروري ۱۱مه) په اسلام آباد کې تر سره شوی وای.

د شهزاد اکبر په خبره هغو کسانو چې کریم خان يې له ځان سره بیولی دی، نه خو يي خپل ځانونه معرفي کړي ول او نه يي هم دا ویلې ول چې هغوې ولې کریم خان له ځان سره بیایي: «په هغه وخت کې د کریم خان میرمنه او د هغه کم عمره ماشومان هم هلته موجود ول او یو گاونډي د شور تر اوریدو ورسته د دوی کور ته ورسیدلی وو.»

کریم خان چې د ۵۰ او ۶۰ کلونو تر منځ عمر لري د پاکستان د قبایلي سیمي شمالي وزیرستان اوسیدونکې دی. د راولپنډۍ پولیسو په دې اړه د فرانس پرېس خبري آژان ته ویلې دي: «د راولپنډۍ پولیسو د قبایلې سیمې هیڅ یو اوسیدونکې نه دې نیولې، په اصل کې زموږ په ثبت شوو اسنادو کې دا خبره هم موجوده نه ده، چې په دغه شپه دې کومه چاپه تر سره شوي وي.»

د شهزاد اکبر د وینا له مخې ټاکل شوې وه چې کریم خان تیره اوونۍ اروپا ته پر سفر ولاړ شي او هلته د آلمان، هالنډ او بریتانيې پارلمانونو ته خپله وینا واوروي. د هغه په خبره کریم خان غوښتل چې د اروپايي هیوادونو د پارلمانونو استازو ته د بې بیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه خپلې شخصي تجربې واوروي او پر دې هم رڼا واچوي چې دغه بریدونه په پاکستان کې د کوم ډول پایلو او اثراتو سبب گرځي.

د فرانس پرېس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دوی د خپلو ارقامو له مخې، په پاکستان کې د ۲۰۰۸م کال د اگست د میاشتې راهیسې د بې پیلوټه الوتکو په جلاجلا پيښو کې ۲۱۵۵ تنه وژل شوي دي. د انتقاد کوونکو د وینا له مخې په دغه بریدونو کې ډیر شمیر ملکي کسان هم وژل شوي دي.