1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پيلوټه الوتکو د استعمال معيار

نسيم صابر (Reuters)۱۳۹۱ اسفند ۲۷, یکشنبه

ولسمشر بارک اوباما، چې په نورو هېوادونو کې يې د مشکوکو ترهګرو پر وړاندي د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو يرغلونه په پټه توګه ډېر کړي دي، اوس په علني ډول هڅه کوي چې د هغوی د استعمال له پاره نړيوال معيارونه وټاکي.

https://p.dw.com/p/17zBW
انځور: dapd

دا په داسې حال کې ده چې چين او نور هېوادونه هم غواړي چې دغه ټکنالوژي خپله کړي. د امريکا متحده ايالات لومړی هېواد وو، چې بې پيلوټه الوتکې يې په نيو يارک او واشنګټن کې د ۲۰۱۱ کال د سپتمر تر بريدونو وروسته وکارولې او مشکوک اورپکي يې پرې ووژل.

خو اوس نور هېوادونه هم راميدان ته شوي دي. د چين دولتي «ګلوبل ټايمز» ورځپاڼې کښلې دي چې چين په ۲۰۱۱ کال کې د ۱۳چينايي ماڼوګانو تر وژل کېدو وروسته غوښتل چې مشکوک قاتل د يوې بې پيلوټه الوتکې په مرسته له منځه يوسي، خو چارواکو پرېکړه وکړه چې دغه سړی بايد ژوندی ونيول شي، د دې له پاره چې هغه محکمې ته راکش کړي.

د سپيني ماڼۍ يوه پخواني وياند، تومي ويتور وويل: «خلک پوښتنه کوي چې څه به کيږي کله چې چينايان او روسان دغه ټکنالوژي تر لاسه کړي؟ ولسمشر له دغو اندېښنو څخه خبر دی او غواړي چې په نړيواله ټولنه کې د دغو وسايلو له پاره معيارونه رامنځ ته کړي.»

د بې پيلوټه الوتکي يو بل ډول
د بې پيلوټه الوتکي يو بل ډولانځور: REUTERS/Stuart Phillips/U.S. Navy/Handout

په داسې حال کې چې د امريکا ځمکنۍ جګړې پای ته رسيږي، د ترهګرۍ ضد عملياتو په ترڅ کې خلک په نخښه کول اوس عادي شوي دي. دغه خبره ويتور کوي. د متحده ايالاتو په حکومت کې بحثونه جريان لري او تر اوسه څرګنده نه ده چې د هدفي وژنو او بې پيلوټه الوتکو د يرغلونو له پاره به سپينه ماڼۍ کوم معيارونه وټاکي.

د اوباما دغه نوی دريځ يو څه د حيرانتيا وړ دی. سپيني ماڼۍ د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو جزيات په کلونو کلونو پټ وساتل، په داسې حال کې چې دغه ټکنالوژي د امريکا په انحصار کې وه. دغه دريځ اوس ورو ورو بدليږي.په داسې حال کې چې عوام او د امريکا د کانګرس غړي هم ناراحته شوي دي.
قانون جوړوونکو له سپينې ماڼۍ څخه حقوقي سپيناوی غوښتی دی چې په بهر کې د امريکايي اتباعو په نخښه کول او د امريکا په خاوره کې د امريکايانو په نخښه کول څه ډول حقوقي بنسټ لري.

یوې فدرالي محکمې چي مشري يې درو قاضيانو کوله د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ‍۱۵) پرېکړه وکړه چې پټې ادارې سي آی اې، د امريکا د ملکي آزاديو د اتحاديې يوې حقوقي دعوې ته چې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په هکله يې يادښتونه غوښتي ول، نامناسب ځواب ورکړی و.

سي آي ای ويلي ول چې هغوی د امنيتي دلايلو له مخې دا خبره نه ردولای او نه تائيدولای شي، چې آيا دوی د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په هکله يادښتونه لري او که نه.

قاضي د حکم په متن کې ليکلي ول چې ولسمشر په ښکاره توګه منلې ده چې متحده آيالات د القاعدې پر وړاندي له بې پيلوټه الوتکو څخه ګټه خلي.

دباندي د مشکوکو ترهګرو پر وړاندي د «پرېديتر» او «ريپر» ډوله بې پيلوټه الوتکو بريدونه د پخواني ولسمشر، جورج بوش په وخت کې پيل او د اوباما په وخت کې وغځول شول.

د بريدونو ډېرول په ۲۰۰۸ کال کې پيل شول، چې د بوش د دورې وروستی کال وو. په دغه کال کې په پاکستان کې ۳۵ هوايي يرغلونه تر سره شول. د اوباما پر وخت بريدونه لا پسې ډېر شول او په ۲۰۱۰ کال کې ۱۱۷بريدونه وشول. دغه معلومات د «اوږدې جګړې» په نوم مجلې يا longwarjounal ورکړي دي.

د يرغلونو ډېرښت د signature يا نخښو نښانو له کبله راغی. دا په دې معنی ده چې شکمن کسان د ځينو ځانګړتياوو او خويونو له مخې په نخښه کيږي، بې له دې چې هغوی سم پېژندل شوي وي. دغه خبره د امريکا متحده ايالاتو يوه چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط کړې ده.

کايتلين هايدن، چې د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت د جرګې، يوه ويانده ده وايي چې د اوباما اداره غواړي هم کانګرس او هم عوامو ته د بې پيلوټه الوتکو د تګلارې په هکله څرګندونې وکړي، او دا هم تشريح کړي چې د بريدونو د تر سره کولو پرېکړه په څه ډول کيږي.