د بگرام زندان د کرزي او هېگل تليفوني خبري
۱۳۹۱ اسفند ۲۷, یکشنبهد امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت وايي، چي کرزي او هېگل د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۶) د بگرام زندان پر جنجالي موضوع باندي تليفوني خبري وکړې.
له امریکايانو څخه افغان حکومت د بگررام زندان د مسئوليت سپارل څو واري ځنډېدلي دي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جورج ليتل په یوه بيانيه کي ويلي دي چي دغو دوو مقامونو «موافقه کړې ده چي په راتلونکې اوونۍ کي د يوې موافقې د ترلاسه کولو له پاره يو پراخ کار پيل کړي.»
د بگرام زندان د مسئوليت سپارلو ځنډېدل په دې وروستيو کي د افغان ولسمشر حامد کرزي او امريکايي ملگرو تر منځ ئې د توندي لهجې سبب گرځېدلی دئ. د افغانستان د جمهوري رياست دفتر د تيري چهارشنبې په ورځ وويل چي «د زندان د سپارلو نور ځنډ کيدای سي دوو اړخيزو اړيکو ته تاوان ورسوي.»
امريکايي اړخ وايي، دوی غواړي اطمينان حاصل کړي، چي که له زندانه بنديان آزاديږي خو بيرته به د جنگ ډاک ته نه ځي. خو ولسمشر کرزي په خپله یوه وروستۍ وينا کي وويل چي «که هرڅونده فشار هم راباندي وي بېگناه بنديان به له دې زندانه آزاد کړم.»
د امريکا د دفاع وزرات په بيانيه کي راغلي دي، چي د بگرام زندان په اړه موافقه به «په بشپړه توگه د افغانستان حاکميت او د دواړو اړخو منافع د افغانانو او زموږ يعنی امريکايي ځواکونو امنيت په رسميت و پيژني».
تيره اوونۍ افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو د دفاع د وزير چاک هېگل د سفر پرمهال ولسمشر کرزي متحده ايالات په دې تورن کړل، چي له طالبانو سره يو اړخيزه خبري کوي؛ خو امريکا دغه تورونه رد کړل.
د امريکا متحده ايالات په پلان کي لري چي د راتلونکي عيسوي کال تر شروع پوري د ۶۶۰۰۰ زرو عسکرو نيمايي برخه له افغانستان څخه وباسي.
امريکا ولي دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي يوه ډيره کوچنۍ پوځي ډله پريږدي، چي افغان امنيتي ځواک وروزي او د اړتيا په وخت کي د تروريزم پرضد عملياتو کي برخه واخلي.