1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيت المقدس په اړه د م.م. تر غونډي مخکې د امریکا ګواښ

۱۳۹۶ آذر ۳۰, پنجشنبه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکې هیلی، د بيت المقدس (اورشلم) په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې تر رای ګیرۍ مخکې خبرداری ورکړی چې ترمپ دا مساله شخصي تلقي کوي او پاملرنه به ورته وکړي.

https://p.dw.com/p/2pk9a
Felsendom Jerusalem
انځور: picture-alliance/Zumapress/S. Qaq

د «فارن پالیسي» ويبپاڼي د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۲۰) د هغه ایمیل کاپي خپره کړې چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازې نیکې هیلی، د دغه سازمان غړو ته استولی دی.

په دې ایمیل کې د امریکا متحدو ایالاتو استازې د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې ورځې تر عمومي غونډې مخکې د دغه سازمان د غړو هیوادونو استازي ګواښلي دي.

د میرمن هیلی، د ایميل په یوه برخه کې راغلي دي: «کله چې رایه ورکوئ متوجه اوسئ چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر به ستاسې رای د شخصي موضوع په توګه په نظر کې ونيسي».

د امریکا دغې سفیرې د خپل ایمیل په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې له استازو څخه غوښتي دي چې «خپلې پوښتنې او انديښنې» دې له هغه او همکارانو سره شریکې کړي.

د دې بريښنالیک په وروستۍ برخه کې راغلي دي: «ولسمشر رای ورکونه له نږدې څاري او له ما څخه یې غوښتي دي چې د هغو هیوادونو په اړه چې زموږ پر ضد رایه ورکوي په اړه یې رپوټ برابر کړم. په دې اړه ستاسي د ټولو رای به زه یاداشت کړم».

ټاکل شوې ده چې نن د پنجشنبې په ورځ(دسمبر میاشتې۲۱) به د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د په رسمیت پیژندنې پر خلاف د یوه پریکړه لیک مسوده د رای ګیرئ له پاره وړاندې کړای شي.

دغه مسوده د سه شنبې په ورځ د دسمبر میاشتې پر ۱۹ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې له پاره وړاندیز شوې وه.

مخکې تر دې د دسمبر په ۱۸ نیټه هم د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر له خوا د بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پیژندل کیدو د پریکړې د غندنې په هکله د یوه پریکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندي شوې وه چې د امریکا له خوا بیا ویتو شوه.

د امریکا تر ویتو وروسته ترکي چارواکو اعلان وکړ چې دغه موضوع به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې مطرح کړي.

زموږ له آرشیف څخه:(26.05.2017)