1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرنيو چارو وزير: اسد به له صحنې ليري نه سي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۷, یکشنبه

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي چې هیواد به یې د سولې داسې هیڅ کوم پلان و نه مني چې اسد پکې شامل نه وي. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک له مخي یې د سوریې کیمیاوي وسلې له منځه وړل کیږي.

https://p.dw.com/p/19qCg
انځور: Reuters

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم، د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپټمبر۲۸) د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې دغه خبرې وکړې. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په موخه یو پریکړه لیک لاسلیک کړ. په دغه پریکړه لیک کې همداراز په ژنيو کې د سوریې په اړه د جوړي شوې غونډي پر پریکړو باندې هم ټینگار شوی وو. دغه غونډه چې د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې جوړه شوې وه په مصر کې د یوه موقت حکومت پر جوړیدو باندي ټینگار شوی وو.

د سوریي پاڅونکوونکي چې له دوه نیم کلونو راهیسې د اسد پر ضد جنگيږي څو واري يې پر دې خبري باندي ټینگار کړی دی چې په داسې یوه انتقالي حکومت کې به برخه وا نه خلي چې ولسمشر بشارالاسد یې هم یوه برخه وي.

خو المعلم وویل: «د سوریې د خلکو له پاره بشارالاسد د ۲۰۱۴ کال تر نیمایي پورې کله چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي، د دغه هیواد ټاکل شوی ولسمشر دی.» د سوریې د رژیم دغه چارواکي ټینگار وکړ چې د اسد د ولسمشرۍ دورې تر بشپړیدو وروسته هر څوک کولای شي چې په ټاکنو کې ځان ونوموي.

په امنیت شورا کې د سوریې په اړه د لاسلیک شوي پریکړه لیک له مخې به دغه شورا د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان سره د سوریې د کیمیاوي وسلو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د جمعې ورځې لاسلیک شوی پریکړه لیک د سوریې د کړکیچ له پیل راهیسې لومړی پریکړه لیک دی چې په دغه شورا کې ورباندي موافقه کیږي. تر دې مخکې روسیې او چین د اسد رژیم پر ضد د څو پریکړه لیکونو مخه نیولې وه.

«لومړۍ ښه خبر»

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل چې په سوريه کې به د کیمیاوي وسلو د احتمالي بريدونو اووه سیمي وڅیړي ترڅو د دغو بریدونو په اړه لا ډیر معلومات راټول شي. تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو څیړونکو په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د بریدونو په اړه څیړنې کړې وې.

د ملکرو ملتونو په لومړۍ څیړنه کې دا خبره نه وه روښانه شوې چې په دمشق کې د اگست میاشتې د ۲۱ نیټې برید د سوریې د جګړې کوم اړخ ترسره کړی وو. د امریکايي استخباراتي ادارو په حواله دغه برید د اسد پلوي ځواکونو ترسره کړی دی چې په پایله کې یې نزدې۱۴۰۰ کسان ووژل شول.

په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتې راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده چې تر اوسه پوري تر۱۰۰۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي. د دغې جګړې له کبله تر دوو میلیونو ډیر سوریایان ګډوال شوي هم دي.