1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ ولايت تاريخي اثار په لوی لاس ويجاړيږي

۱۳۸۹ اسفند ۲۹, یکشنبه

د بلخ ولايت اوسيدونکي په هغه سيمه کښي د لرغونو اثارو خپل سرو کيندنو او ويجاړولو انديښمن کړي دي. هغوی پر دولت ږغ کوي چي ددې کار مخنیوی وکړي.

https://p.dw.com/p/RAvm
«حکومت هيڅ ډول تاريخي اثارو ته پاملرنه نده کړې.»
«حکومت هيڅ ډول تاريخي اثارو ته پاملرنه نده کړې.»انځور: National Geographic

د مزارشريف اوسدونکي دولت اوبيا په ځانګړي توګه د اطلاعات او فرهنګ وزارت د هيواد لرغونو شته منيو ته په نه پاملرنه تورن بولي، او وايي چي د بلخ تاريخي اثار څه دپاسه پنځه زره کلن لرغون توب لري او د هري ورځي په تييريدوسره ويجاړيږي.

د بلخ اوسيدنکي وايي بله لويه ستونزه چي ليدل کيږي هغه داده چي ځيني کروندګر هم تاريخي ځايونه کندي اوله خاوري څځه يې په خپلو کروندوکي د سري په توګه استفاده کوي اوکوم لرغوني اثارچي بياهلته په خاوره کي راووزي د هغې واکمني بيا د اطلاعات اوفرهنګ رياست نلري.

« هر ځای چي کوم تاريخي اثار راوزي د هغې مسوليت بهرنيان پرغاړه لري د بيلګي په توګه موږ د بلخ ولسوالۍ په ځينو سيموکي ددې شاهدان يو چي تاريخي ځايوو د کند لو مسوليت فرانسوي ځواکونه په غاړه لري.»

د بلي خوا د حضرت علي کرم الله وجه د روضې مبارکي ريس او د موزيم مسول عتيق الله انصاري هم دا مني چي په دغه ولايت کي د لرغونو ځايونو ساتلوته پاملرنه نده سوې: « تاريخي ابيداتو ته لکه څنګه چي ددغه ولايت خلک يې غوښتنه لري ددولت لخوا ورته پاملرنه نده شوې چي دا زموږ هيواد والو ته د خواشينۍ خبره ده .«

نوموړی زاتوي لکه څنګه چي بلخ په هيواد کي له تاريخي ځايونو څخه شميرل کيږي په دغه ولايت کي د لرغونو شته منيو د خونديتو ب لپاره داسي کوم موزيم هم نشته چي ددغه ولايت دپنځه زره کلن تاريخ ښکارندويي وکړي .

وموغوښتل چي په دي اړه د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسولينو نظر واخلو خوهغوی له مرکي کولوډډه وکړه.

ويل کيږي هغه دوه موزيمونه چي په تيروکي په مزارشريف او کابل کي موجود وو دوختونو ددولت دنه پاملرني له کبله اوس مهال تش تور اوکوم لرغي اثارپکښي نه په سترګو کيږي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل