1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بلخ والي له خپلې دندې استعفا کړې»

۱۳۹۶ آذر ۲۷, دوشنبه

د بلخ ولایت والي عطا محمد نور له خپلې دندې استعفا کړې ده. ویل شوي دي چې څه موده وړاندي هغه له خپلې دندې استعفا کړې وه چې اوس ولسمشر هغه منلي ده. انجنیر داوود د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2pXpy
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: «جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښاغلي عطا محمد نور استعفا منلې ده. دغه استعفا څه موده وړاندي د ښاغلي نور له لورې وړاندې شوه وه. ديپلوم انجنیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.»

د آلمان خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د جمهوري ریاست یوه ویاند نجیب الله آزاد د دوشنبې په سهار د خپل ټویټر په پیغام کې د بلخ د والي عطا محمد نور د استعفا خبر ورکړی وو.

عطا محمد نور له ۲۰۰۴م کال راهیسې د بلخ والي وو او دغه ولایت د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په نسبي توګه آرام دی. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې عطا محمد نور د آلمان د پراختیایي مرستو او آلماني ځواکونو سره نزدي همکاري درلوده. په بلخ کې د آلماني ځواکونو لویه پوځي اډه هم ده. عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس هم دی.

د بلخ د والي د استعفا لاملونه روښانه نه دي. نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د هغه د لیرې کولو هڅې کړي وې، خو بریالي شوي نه ول.

د دغه رپوټ د خپریدو تر مهاله عطا محمد نور د خپلې استعفا په هکله څه نه دي ويلي.