د بلخ سوداگري مېرمني خپلو توليداتو ته بازار غواړي
۱۳۸۹ بهمن ۲۸, پنجشنبه۳۵ کلنه مير من ثريا له چي دريو کلونو راهيسي د مزارشريف ښار په باغ زنانه کي د لاسي صنا يعو د توليداتو د خرڅلاو هټيواله ده، واي:
« په خپل مټ سره مي دغه شغل ته مخه کړې خو په دې برخه کي د دولت او ياهم د کوم بل نهاد لخوا مرسته نده راسره سوې زما غوښته له دولت څخه داده چي په دغه ولايت کي د سوداګرو مېرمنو له شغل څخه ملاتړ وکړي.»
۴۰ کلنه زرينا بله هغه مېرمن ده چي د لبنياتو تجارت لري. دا بيا د ګاونډيو هيوادونو څخه د بې کيفيته لبنياتو واردول پر خپل شغل ناوړه اغيزه په ګوته کوي.
« تر دې پخوا د سوداګرۍ کارونه ښه وو خو له يوه کال راهيسي د يو شمير سوداګرو لخوا مزارشريف ښارته بې کيفيه لبنيات وارديږي بيه يې ټيټه ده اوخلک له هغه څخه استفاده کوي.»
د بلخ ولايت د ښځو د چارو رياست مسولين هم په مزارشريف کي د سوداګرو مېرمنو دغه شکايتونه پرځای بولي ، په دغه اداره کي د ښځو د اقتصادي پراختيا مشره مېرمن فهيمه رحيمي وايي:« د سوداګرۍ د مديريت په برخه کي د مېرمنو د ظرفيتنو ټيټوالی او ددوی د توليداتو لپاره د مارکيټ نشت ستونزي.»
مېرمن رحيمي زياتوي که څه هم په تيرو څو کلونو کي دغه مېرمني د اقتصادي ستونزو سره سره د شمال په کچه د سوداګرۍ په برخه کي ښې لاس ته راوړني لري. خو په وړاندي يې پرتې ستوزي او د دولت نه پاملرنه ددې لامل سوې تر ځو دوی ورو ورو له دغه کار نه لاس پر سر سي.
د بلخ ولايت د ښځو د چارورياست مسولين وايي که چير په دې برخه کي پراختيايي او بنسټيزي پروژې پلي نسي نو کيدای سي د يوه کال په ترڅ کي دغه مېرمني په بشپړه توګه د سوداګرۍ له شغل نه لاس پر سر سي.
عبدالحمید صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل