1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلجيم د پوليسو په يوه ماموريت کې دوه کلنه مهاجره وژل شوې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۸, جمعه

په بلجيم کې يوه دوه کلنه مهاجره وروسته له هغه مړه شوې ده، چې پوليسو د افغانانو په ګډون د يوې ډلې غيرقانونی مهاجرو ليږدونکې لارۍ ودروله. مړه شوې نجلۍ هم په لارۍ کې وه خو څارنوالۍ وايي چې هغه د پوليسو په ډزو نه ده لګيدلې.

https://p.dw.com/p/2xvXr
Belgien Brüssel Polizei
انځور: Getty Images/AFP/V. Lefour

د ځايي رسنيو په حواله، د بلجيم څارنوالۍ اوس د هغي دوه کلنۍ کوردۍ مړې شوې مهاجرې پر دوسيې تحقيقات پيل کړي دي چې د پنجشنبې په ورځ د غيرقانوني مهاجرو په يوه ليږدونکۍ لارۍ کې موندل شوې وه.

د بيلګا ورځپاڼه ليکي، پوليسو د مهاجرو ليږدونکې لارۍ، په لويديځ ښار موناس کې ودروله. دغه دوه کلنه نجلۍ لږ وروسته د پوليسو له خوا په لارۍ کې تر موندلو وروسته روغتون ته د رسولو پر وخت پر لاره ساه ورکړې ده.

دغه ورځپاڼه زياتوي چې پوليسو له يادې لارۍ څخه د پنځو ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان موندلي دي. ځايي رسنيو ويلي دي چې دغه کسان د افغانستان، ايران، کويت او عراق هيوادونو دي.

د رپوټونو په حواله، پوليسو د مهاجرو پر ليږدونکې لارۍ وروسته له هغې ډزي وکړې چې هڅه يې کوله وتښتي، خو چارواکي وايي چې مړه شوې نجلۍ د ډزو په پایله کې ټپي شوې نه ده.

بيلګا ورځپاڼه د ځايي څارنوال فريدريک باريسياو له قوله ليکلي: «دغه نجلۍ د پوليسو د ډزو په پايله کې نه ده وژلې شوې.» باريسياو هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې دغه نجلۍ او نور ماشومان د پوليسو د تعقيب پر مهال د لارۍ له کړکيو څخه زړوند ول. نوموړي وويل چې د پيښې په اړه څيړنې روانې دي.

هغه د بيلګې په توګه وويل، کيدای شي د نجلۍ د مړينې لامل ناروغي وي او يا يې هم د موټرچلونکي د ډيري بې احتياطۍ او خطرناکه موټرچلولو له وجې، د موټر له باډۍ سره جنګيدلې وي.

سرچينې ويلي دي چې مړه شوې نجلۍ له يوې کوردۍ کورنۍ څخه ده چې له بلجيم څخه آلمان ته ديپورت کيدله، خو دوی هڅه کوله چې د بلجيم له لارې ځان بريتانيا ته ورسوي.

د رپوټ په حواله، اوس مهال ګڼ شمير مهاجر فرانسې ته نژدې د بلجيم په سرحدي سيمو کې اوسيږي، تر څو له دغه ځايه ځانونه د سوداګرۍ په مالونو بار لاريو کې بريتانيا ته ورسوي.

 د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: