1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د دوستم ملیشو پر ځایي اوسیدونکو ظلم کړی»

مسعود جهش۱۳۹۵ مرداد ۱۰, یکشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان د روان کال د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې د ملي یووالي حکومت د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ملیشې په فاریاب ولایت کې د ملکیانو د وژلو مسوول بللې دي. دې سازمان له قربانیانو سره مرکې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1JZH7
Afghanistan General Abdul Rashid Dostum Wahlkampagne
انځور: Getty Images/P. Bronstein

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان له پاره څیړونکې پتریشا ګروسمن، دوستم پورې تړلې ملیشې تر دې مخکې هم د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو تورنې کړې دي.

هغې ویلي دي: «دا موضوع، چې دغه ځواکونه او پخپله لومړی مرستیال دوستم، کله له پوښتنو سره مخامخ شوي نه دي، د افغانستان د شمال د امنیت د خرابیدو لامل شوې ده.»

د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او پولیسو په اړه نور مطالب:

د بشري حقونو د څار سازمان په انترنتي پاڼه کې په خپور شوي رپوټ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما، په حواله راغلي دي چې د جون میاشتې پر ۲۶مه نیټه افغان پوځ او جنبش ګوند ته وفادارو ملیشو په فاریاب ولایت کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل. په دغو عملیاتو کې ملیشو ۱۳ ملکیان ووژل او ۳۲ تنه نور یې ټپیان کړل. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې کله طالبان له سیمې ولاړل نو ملیشې د هغو کسانو کورونو ته ننوتې چې د دوی له خوا د طالبانو په ملاتړ تورن شوي وو او بیا یې د هغوی له ډلې څخه پنځه کسان ووژل او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړل.

د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ۳۵ کلن حشمت، په جولای میاشت کې د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي دي: «د سهار اته بجې وې. زه په خپل کور کې وم. د جنبش د ملیشو شاوخوا ۲۰۰ رنجر موټرې کلي ته راغلې. افغان پوځ له هغوی سره نه وو. له هغوې سره د کله شینکوف په څیر وسلې وې او پر خلکو یې ډزې کولې او داسې چیغې یې وهلې: تاسو طالبان یاست. هغوی پر هغه چا چې له کوره وتل ډزې کولې.»

یوې بلې ۵۰ کلنې میرمنې دې سازمان ته ویلي دي چې د جنبش ملیشو هغه یوازې د قوم په نوم ربړولې ده.

د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې که څه هم افغان پوځ په دغو ربړونو او وژنو کې ګډون نه دی کړی خو د جنبش ملیشو مخ نیوي یې هم نه ده کړې. لا تر اوسه پورې دوستم او د هغه ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې ولسمشر غني د دغې پیښې اړه یوه څیړنه هم پیل کړې ده او د ملیشو یو شمیر غړي یې بندیان کړي دی. افغان ولسمشر اشرف غني، په ۲۰۱۴ کال کې جنرال دوستم، د خپل لومړي مرستیال په توګه انتخاب کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل