1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا نوې لومړۍ وزیره څوک ده؟

ینس پیتر مارکوارت۱۳۹۵ تیر ۲۳, چهارشنبه

د بریتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه د دیوید کمرون ځای ناستې تریسا مې، د څو کلونو له پاره د بریتانیې د کورنیو چارو وزیره پاتې شوې. د هغې پخواني همکاران دغه سیاستواله ثابت قدمه او انعطاف نه منونکې بولي.

https://p.dw.com/p/1JO9N
انځور: Reuters/N. Hall

خو اوس چې د ټولپوښتنې پایله روښانه شوې، او بریتانیوي وگړو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوۍ خپلې رایې وکارولې، نو تیریسا مې، به د دیوید کامرون ځای ونیسي او هغه سخت مذاکرات به پر مخ یوسي، چې اوس د بریتانیا په مخ کې پراته دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا تریسا مې به د بریتانیا نوې مارګریت تاچر، شي؟ تریسا مې داسې یوه سیاستواله نه ده چې په اساني سره جوړ جاړي ته غاړه کیږدي. په دې موضوع د پولیسو صنفي اتحادیه ډیره ښه پوهیږي. ځکه کله چې تریسا مې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره وه، نو د پولیسو بودیجه یې کمه کړه چې له کبله یې یو شمیر کسانو خپل کار له لاسه ورکړ. خو هغې د پولیسو په کنګره کې له خپل موقف څخه داسې دفاع وکړه: «زما دنده دا ده چې هغه خبرې وکړم چې واقعیت لري، نه هغه چې د خلکو خوښیږي.»

دې موضوع ډیرې نیوکې راوپارولې، خو تریسا مې، خپل پلان عملي کړ او پر مخ ولاړه. د بریتانیا پخوانی سیاستوال او په ایتلافي حکومت کې د تریسا مې همکار وینس کیبل، که څه هم د هغې سیاستونه نه خوښوي، خو بیا هم د دغې سیاستوالې قاطعیت ته احترام لري. هغه وایي: «هغې ډیر سخت کار کاوه او په یوه شي ډیره متمرکزه وه او انعطاف پذیره هم نه وه.»

خو ایا هغه په رښتیا هم د بریتانیا دویمه اوسپنیزه میرمن یا مارګریت تاچر ده؟ په داسې حال کې چې مارګریت په بریتانیا کې د آزاد مارکیټ نظام پیاوړی کړ، ۵۹ کلنه تریسا مي، یو متفاوت او ټولنیز سیاست لري.

هغې آن ۱۴ کاله مخکې د خپل ګوند په اړه سختې څرګندونې کړې دي: «زموږ بنسټ ډیر باریکه دی، او همداراز زموږ زړه خوږي. ایا پوهیږئ چې ځینې کسان موږ ته څه وایي، ناپاکه ګوند.»

تریسا مې واده کړی، خو ماشومان نه لري. هغه ډیر وخت د رنګه بوټانو په اغوستلو مشهوره ده. د ټولنیز سیاست په اړه د هغې څرګندونې اوس داسې دي: «موږ یوازې پر مارکیټونو باور نه لرو، بلکې پر اجتماعو هم باور لرو. زموږ باور همداراز یوازې پر انفرادیت هم نه دی، بلکې پر ټولنې باور لرو. موږ له حکومته نفرت نه لرو، بلکه هغه نقش ته چې یوازې حکومت یې لرلی شي، د ډیر ارزښت قایل یو. موږ باور لرو چې ټول خلک، نه یوازې هغه څو محدوده کسان چې ډیر امکانات لري، د دې حق لري چې په خپل ژوند کې د مهمو کارونو مسوولیت پر غاړه واخلي.»

دا هغه څه دي چې مارګریت تاچر به هیڅ کله هم نه وای ویلي. ایا تریسا مې داسې یوه معتدله محافظه کاره سیاستواله ده چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو د مخنیوي له پاره به یوه لار وموندي؟ مې تر ټول پوښتنې مخکې د دې له پاره کمپاین کاوه چې هیواد یې په اروپايي ټولنه کې پاتې شي، خو اوس هغه په دې باور ده چې د ټول پوښتنې پایلې باید د عمل جامه پر تن کړي، او بریتانیا باید له اروپايي ټولنې ووځي.

هغې ویلي دي: «بریکزیت، د بریکزیت په معنی ده او موږ به دغه پریکړه په یوه بریالیتوب بدله کړو. داسې هڅې به و نه شي چې له مخې یې بریتانیا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي.»