1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين په ايالتي ټاکنو کې ستر ائتلاف ماته وخوړه

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبه

د برلين په ايالتي ټاکنو کې د آلمان د سوسيال دیموکرات او مسيحي ديموکرات ګوندونو ستر ائتلاف له ناکامۍ سره مخامخ شو. لکه د آلمان د نورو برخو په شان دلته هم مسيحي دیموکرات ګوند بايلونکی او AfD لا پسې پياوړی شو.

https://p.dw.com/p/1K4kQ
Berlin Wahlen zum Abgeordnetenhaus Wahllokal
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د صدراعظمې انگلا ميرکل او مسيحي دیموکرات ګوند له پاره د برلين د ايالتي ټاکنو پايلې که څه هم چې ډيري خرابي وې خو دوې اوونۍ تر مخه د ميکلنبورګ فورپومرن د پايلو په شان ناوړه نه وې.

دغه ګوند د آلمان په پلازمېنه کې تر SPD (سوسيال دیموکرات ګوند) وروسته د دويم ځواک په توګه پاته شو او د آلمان له پاره بديل ګوند ډيرې زياتي رای ترلاسه نه کړې. يعني د ميکلنبورګ فورپومرن هغه ټکان چې مسيحي ديموکرات ګوند له ښی اړخه ولس لمسونکي ګوند څخه سخته ماته وخوري، تکرار نه شو.

برحاله ښاروال به وظیفې ته ادامه ورکړي

په برلين کې د ۱۸ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره دا د مسيحي ديموکرات ګوند په تاریخ کې د رايو تر ټولو لږ سلنه وه او له سوسيال ديموکرات ګوند سره په اوسني شکل ائتلاف پرمخ نه شي وړلای، ځکه د يوه بل ستر ائتلاف له پاره اکثريت نه لري. دواړو سترو ګوندونو ستره ماته وخوړه، د نمرو په جدول کې سوسيال ديموکرات ګوند ۶.۷ سلنه او مسيحي ديموکرات ګوند ۵،۸ نمرې وبایللې.

د مسحې ديموکرات ګوند سياستوالو هم په خپلو تبصرو کې دې اړخ ته اشاره وکړه. د دې ګوند عمومي مشر پيتر تاوبر وویل: «دواړه ګوندونه له یو ډول ماتې سره مخامخ شول.»

د کلتور دولتي وزيرې مونیکا ګروترز، هم د دواړو سترو ولسي ګوندونو له پاره «د خفګان له ډکې ورځې» څخه خبره وکړه.

سربيره پر دې به د انتخاباتو پايلې انګلا ميرکل لا زیات تر فشار لاندې راولي. د نتايجو په هلکه نظر پوښتنو وښووله چې تر نيمايي زیات خلک د مسيحي ديموکرات ګوند د خرابو پايلو پړه پر ميرکل وراچوي.

خو برعکس د سوسيال ديموکرات ګوند مشر زيګمار ګابريل بيا ښايي يو څه آرام واوسي ځکه د دغه ګوند برحال ښاروال ميشايل ميولر به خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

څومره چې د مسيحي ديموکرات ګوند د بايللو تمایل تعقيب کړې، هومره د «آلمان له پاره بديل ګوند» د کاميابۍ لړۍ راټينګه کړې ده. دغه ولس لمسوونکی ښی اړخه ګوند په لومړي ځل د ۱۴،۲ سلنه رایو په اخیستو سره د برلين ايالتي پارلمان ته داخليږي. خو په نظر پوښتنو کې د دې ګوند له خوا د زياتو رایو د اخیستو اټکلونه شوي ول. دغه ګوند اوس په ترتيب سره تر سوسيال ديموکرات، مسيحي ديموکرات، زرغون او کیڼ اړخو ګوندونو وروسته پنځم قوي ګوند وګرځېد.

ستونزمن ائتلاف

د برلين ايالت د ټاکنو بل ګټونکی ليبرال ګوند دی چې نزې ۷ سلنه رای يې ترلاسه کړې. په تيرو ټاکنو کې دې ګوند پارلمان ته لار نه وه موندله. اوس ښايي حتي بیرته په حکومت کې هم شامل شي. ځکه د سوسيال ديموکرات ګوند يا خو له کيڼ اړخه او زرغون ګوند سره، یا د مسيحي ديموکرات او ليبرال ګوند سره او يا بيا د زرغون او مسيحي ديموکرات ګوند سره په ائتلاف کولو يو حکومت رامنځته کولای شي. په دې اړه به خبرې اترې آسانه نه وي.

تر ټاکنو د مخه د سوسيال ديموکرات ګوند برحاله ښاروال ميشايل ميولر ويلي ول چې له زرغون ګوند سره ائتلاف به ورته د خوښۍ وړ وي. خو اوس دا کار ممکن نه دی.

له کيڼ اړخه ګوند سره هم ائتلاف ته د سوسيال ديموکرات ځيني مشران په ورين تندي هرکلی نه کوي. ځکه د زرغون او کيڼ اړخه ګوند سره د ائتلاف په صورت کې به دا ګوند مجبور وي، څو کيڼ اړخ ته وخوځيږي چې دا کار به AfD لا پسې پياوړی کړی.

له دې امله ښايي له مسيحي ديموکرات او ليبرال ګوند سره د ائتلاف د رامنځته کولو پر سر غور وشي. د دریم ‌ډول ائتلاف يعني له مسیحي ديموکرات او زرغون ګوند سره به شريک حکومت بيا د زرغون ګوند د سر دردۍ سبب شي. د دې ګوند مخکښي کانديدې رامونا پوپ، له مسيحي ګوند سره د ائتلاف د رامنځته کولو خبره لا دمخه رد کړې وه.