د برلين د مني ښکلاء او حیرانونکې منظرې په انځورونو کي
په مني کي هوا ورځ تر بلې سړیږي. د ونو رنګارنګه رژیدلي پاڼې د طبعیت د ښکلا یو بل اړخ ښکاره کوي. دغه موسم د آلمان پلازمنې ته هم د مني زیری له ځان سره راوړي او په دې ورځو کې برلين خپل طلایې فصل نندارې ته وړاندې کوي.
د براندنبورگ دروازه
د ستورو پيژندونکو په اند د مني فصل ۸۹ ورځې او ۱۹ ساعته دوام پیدا کوي. داسې ښکاري چې دا د انځور اخیستنې او برلين د نندارۍ او ښکلاء تجربه کولو له پاره کافي وخت دی.
د موزیم ټاپو "Museumsinsel"
په پنځو موزیمونو کې موجود هنري آثار د نندارچیانو له پاره تر ټولو په زړه پورې دي. خو له یوه موزیم څخه تر بله پورې د پښو یا پلی لاره چې په رنګارنګه پاڼو پوښل شوې ده، د کال دغه فصل ته ځانګړې ښکلاء وربخښلې ده.
د هومبولت پوهنتون
څنګه کولی شئ یو زوړ یا نوی چاپ شوې کتاب ترلاسه کړئ؟ د هومبولت پوهنتون مخې ته د دویم لاس یا په اصلاح لیلامۍ (فلومارکت) په بازار کې سړی کولی شي داسې کتابونه ترلاسه کړي. که هوا ښه وي نو دا بازار هره ورځ جوړیږي.
د خوند او مزې باغ "Lustgarten"
دا د برلين کلیسا ته نږدې هغه باغ دی چې ټول یې په نوم ویاړي. تاسې کولی شي چې د رودخانې د غاړو له منظرو څخه خوند واخلئ او یا هم د برلين په آسمان کې د وریځو تماشا وکړئ.
د دیوال پارک"Mauerpark"
د «دیوال پارک» په لمریزو ورځو کې د مقناطیس په توګه نندارچیان ځانته را جذبوي. د یکشنبې ورځې تر غرمې وروسته په دغه ځای هغه کسان چې غواړي په شوقي توګه د سندرو ویلو تمرین وکړي دلته خپل تمرين کوي. هر څوک چې د مایکروفون مخې ته د ورتګ جرائت وکړي، د نندارچیانو له خوا ستایل کیږي.
پرنتسلاوربرگ
که څه هم یو شمیر آلمانان د ژمي په رخصتیو کې د وربشو د اوبو"شراب" څښې، خو ډیرې بیا د قهوه خانو مخې ته د لمر له وړانګو څخه د خوند او انرژۍ اخیستلو سره لیوالتیا لري.
دولتي ساحه "Regierungsviertel"
د مني په فصل کې د دې ساحې د ونو پاڼې په سور، زیړ، تور، نارنجې و نصواري رنګونو کې لیدل کیږي، چې دا په اوس وخت کې د آلمان په پارلمان کې د سیاسي ګوندونو رنګونه دي.
د " بونډسټاګ" ودانۍ
د برلين دیوال تر نړول کیدو او د دوو آلمانانو تر یوځای کیدو وروسته دغه ودانۍ چې اوس په کې د آلمان پارلمان یا " بونډسټاګ" خپلې غونډې ترسره کوي بیا ورغول شوه. د دې ساحې ونې هم د مني په موسم کې یوه ځانګړي ښکلاء را برسیره کوي.
ژوبڼ "Tiergarten"
د برلين په وسط کې تر ټولو پخواني او لوی پارک کې د قدم وهلو له پاره باید تاسې ډیره حوصله ولرئ او یا هم له بایسیکل څخه استفاده وکړئ. که یو څوک دغه ژوبڼ له لوړې وویني کولی شي د بریالیتوب څلی یا مينار له لیرې څخه وګوري.