د برلين د تقسيم د زړو نخښو تلاښ ـ انځورونه
د ۱۹۸۹ کال د نوامبر په ۹مه نېټه د آلمان پر خیتځ او لویدیځ د ویش څخه څو لسيزې وروسته د برلين د دېوال ميعاد پوره سو او هغه ونړول شو. په دې انځوریز رپوټ کي د برلين هغه ځايونه وګورئ چي اوس هم د آلمان د ویش ياد تازه کوي:
د ختيځ پر اړخ هنري نندارتون
د برلين پر ختيځ اړخ ۱۳۱۶ متره اوږد ديوال لا تر نن پوري ولاړ دی چي ورباندي بېلابېلې نقاشۍ سوي دي. د دغو نقاشيو او هنري انځورونو له کبله دغه ديوان د نړۍ تر ټولو لوی تر شين آسمان لاندي نندارتون دی. پر دغه ديوال په ۱۹۹۰ کال نړيوالو هنرمندانو خپلې نقاشۍ وکړې چي شخصي ارمانونه او خوبونه او هيلي انځوروي. په ټوليزه توګه پر دغه ديوال ۱۰۱ انځورونه موجود دي چي د متحده کيدو هلي ځلي پکښي بيان سوي دي.
د برلين د دېوال د ياد ځای
د برلين د دېوال پخواني وژونکي يادونه بل هيڅ چيري دومره تازه نه دي، لکه په دغه يادځي کي. دلته ۸۰ متره اوږد جزوي ديوال د پيره کوونکو د برج په شمول له سره جوړ سوی. دا د آلمان د تقسيم د ياد مرکزي ځای بلل کيږي. په دغه ځای کي د برلين د ديوال د قربانيانو ياد تازه کيږي.
د برلين د دېوال نخښه
د برلين دېوال تقريبا اوس په بشپړه توګه له منځه تللی دی. د ښار ختيځه او لوېديځه برخه سره ګډه سوې. د ښار په منځ کي پر مځکه تېره سوې ځانګړې دغه کرښه د پخواني دېوال د تېرېدو لاره ښيي.
د چارلي په نوم پاټک
دغه پاټک د ښار يو له تر ټولو محبوب د ليدلو ځای دی. بهرنيانو او دپلوماتانو کولای سوای چي تر دغه ځای تېر سي. د برلين د دېوال د درېدو څخه لږ موده وروسته پر دغه ځای د پخواني شوروي او د امريکا د متحده ايالاتو ټانکونه سره مخامخ ولاړ ول. هغه په داسي حال کي چي توپونه يې يو پر بل برابر کړي ول. نژدې وو چي وضعه تر کنټرول ووځي.
د اوښکو ماڼۍ
دغه ځای له دردونو څخه د ډک مخه ښه ځای بلل کېدی. د برلين پر فريډريش کوڅې واقع دغه ځای څخه هره ورځ په سلهاؤ کسان اوښتل او رااوښتل. د اخراج دغه سالون په دې د اوښکو ماڼۍ بلل کيږي چي په دې ځای کې خلکو د خپلو خپلوانو او دوستانو سره له اوښکو په ډکو سترګو مخه ښه کوله. د دغه سالون ننداره کوونکي کولای سي چي د پاسپورټ د کنټرول تر پخوانۍ غرفې تېر سي او په دې توګه ځان ته معلوم کړي چي هغه وخت به څنګه وو.
يادځی هوهن شيون هاوزن
د ۱۹۹۴ کال راهيسي د ختيځ آلمان د استخباراتي ادارې شټازي دغه زندان د کمونستي زورواکۍ د قربانيانو يو يادځی دی. دلته ننداره کوونکو ته معلومات ورکول کيږي چي د ختيځ آلمان په زمانه کي څرنګه له بنديانو څخه تحقيقات کېدل او دا چي د زندان شرايط څه ډول ول. دغه معلومات داسي کسان ورکوي چي پخوا پخپله دلته بنديان پاتې شوې دي.
ټويفلسبېرګ
د دويمي نړيواله جګړې وروسته دغه سيمه د خرابو او نړېدلو ودانيو د امبار اچولو له پاره استعمالېدله. دغه امبار چي ورته د ټويفلسبېرګ يعني شيطاني غر نوم ورکول سوی، ټول د جګړې د خرابو له امبار څخه جوړ سوی دی او د لوېديځ برلين تر ټولو جګ ځای دی. د سړې جګړې پر وخت امريکايانو له دغه ځای څخه د په پټه غوږنيولو د مرکز په توګه کار اخيست. له دغه ځای څخه د ختيځ بلاک مخابراتي سګنالونه اورېدل کيدل او اخلالېدل.
ګلينيکر پل
د اجنټانو تبادله نه يوازي په فلمونو کي ښودل کيږي، بلکه د برلين او پوستدام د ګلينيکرپل درې ځله د اجنټانو د تبادلې شاهد پاته سوی دی. پر دغو تبادلو هنري فلم هم جوړ سوی چي د «بريج آف سپايز» يا د جاسوسانو د پل په نوم ياديږي.
د آلماني جاسوسۍ موزيوم
د برلين په پوستدامرپلاڅ کي واقع دغه انټراکټيف موزيوم نندارچيان د آلمان د جاسوسۍ نړۍ ته داخلوي. په دغه موزيوم کي زيات تمرکز د سړې جګړې پر وخت پر جاسوسۍ کيږي. په دغه موزيوم کي تر ۳۰۰ زيات جاسوسي آلات نندارې ته وړاندي سوي چي پکښي يو داسي «ترابي» موټر هم شامل دی چي پکښي یوه انفرارید کمره نصب ده.
د ديوال لاره
د برلين دېوال د ښار په منځ کي تېر سوی او ۱۶۰ کلومتره اوږد وو. د برلين د دغه دېوال د ړنګېدو وروسته جاپانيانو د مبارکۍ په توګه په يو شمېر سميو کي چيري چي دېوال تېر سوی وو د الوبالو ونې ولګولې.