1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د برازيل له فوټبالرانو ډکه الوتکه راولېدلې

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د چارواکو په وینا په الوتکه کې د برازیل د فوټبال لومړي لیگ یوې لوبډلي هم سفر کاوه. الوتکه د کولمبیا په میدیلین ښار کې له راداره ورکه شوې. په پيښه کې ځیني کسان ژوندي هم پاتي شوي دي.

https://p.dw.com/p/2TQb9
Karte Karussel Infografik Flugzeugabsturz in Kolumbien DE deutsch

د یوه چارواکي په وینا د الوتکې له ویجاړیو څخه شپږ انسانان ژوندي راايستل شوي دي. زیاته شوې ده چې د پیښې ځای ته ژغورونکي ډلې پر لار دي. د پیښې ځای ته د خرابې هوا له کبله یوازي له ځمکنۍ لاري لاس رسی امکان لري. په الوتکه کې اتیا کسان سپاره ول.

په کولمبیا کې د ډیپارټمنټ انټوکیویا، هوایي ډگر یوه ویاند ویلي دي چې دغه چارتر الوتکه د اېلگوردو په غرونو کې له راداره ورکه شوه. د هغه په خبره دغه مهال هوا سخته باراني او بادي وه. ویاند ویلي دي چې پیلوټ د الوتکي تر سقوط مخکي د يوې تخنیکي خرابۍ خبر ورکړی وو. په ځینې نورو رپوټونو کې د الوتکې د تیلو د ختمیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

رالوېدلې الوتکه د بولیویا د لامیا هوایي شرکت Avro RJ ده. د میدیلین د هوایي ډگر د معلوماتو له مخې په الوتکه کې ټول ۸۱ کسان سپاره ول چي ۷ تنه ئې عمله ول.

په الوتکه کې د برازیل د شپیکونزې Chapecoense فوټبال لوبډلې هم سفر کاوه. په پام کې وه چې دغي لوبډلې د سویلي امریکا – جام، سیالیو په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ د اتلیتیکو میدیلین پر وړاندې لوبه کړې وای.

شپیکونزه د برازیل د سانتا کتارینا د شپیکو سیمې لوبډله ده چې په ۲۰۱۴م کال کې یې لومړي لیگ ته لار وموندله. د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون دغې پیښې ته په کتو سره په مؤقتي توگه ټولې لوبې ځنډولې دي.