د بدن د وازگي کمولو له پاره لس لارښووني
نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) اعلان کړی دئ، چي د نړۍ نزدې دوه ميليارده و درې سوه ميليونه انسانان تر خپلي اندازې زيات وزن لري. چاغښت د ناسالمي تغذيې نتيجه ده. په دې انځوريز راپور کي د وزن د کمښت ۱۰ لارښوون يوړاندي کيږي.
د سخت غذايي رژيمه ځان وساتئ
د يوه سخت غذايي رژيم پر مهال که څه هم ستاسو وزن په لنډ وخت کي ډېر لږيږي، خو د وزن دغه کمښت کيدای سي د بدن د اوبو او ماهيچو له منځه تلل وي. د سخت غذايي رژيم پر مهال د بدن وازگه لږ ويلي کيږي خو د رژيم په ختمېدو سره به بدن نوره وازگه واخلي. سخت غذايي رژيمونه جانبي عوارض هم پيدا کوي؛ لکه د سر درد او د خولې بد بوی.
ښه خوراکي مواد
هر هغه څوک چي غواړي وزن ئې کم سي او تر غذايي رژيم وروسته ئې وزن بيا ډېر نسي، بايد هغه مېوې او سبزي چي ډېر ويټامينونه او مينرالونه لري او ډېري اوبه هم لري وخوړل سي. دغه خلک بايد ډېري اوبه وڅښي.
د مضرو خوراکي موادو کمښت
هغه مواد چي سړی چاغوي يوازي په غوړ لرونکو موادو کي نه دي راټول سوي. بلکي له سپينو اوړو څخه جوړ خوراکي مواد، هغه خواړه چي تيار خرڅيږي، هغه خواړه چي بوره پکښې ډېر وي، خوږې اوبه او سره کړي خواړه سخت سړی چاغوي. الکولي نوشابې هم ډېر پروټين او بوره لري.
د ورځي درې وخته ډوډۍ وخورئ
هره ورځ درې وخته ډوډۍ وخورئ. سهارنۍ کيدای سي تر ماړه نسه وي. که کرار ډوډۍ وخورئ ژر د مړېدو احساس درته راځي. په هغه اندازه ئې وخورئ چي پوه سولاست اوس نو ۸۰ سلنه ماړه ياست. د خوړو له پاره کوچني غابونه انتخاب کړئ. که غټ غاب واخلی او ډک ئې کړئ، په تاسو کي د لږ خوړو احساس نه پيدا کيږي.
ورزش
بې له منظم ورزشه ستاسو وزن نه کميږي. ورزش د دې سبب گرځي چي د بدن انرژۍ مو ډېره مصرف سي او وازگه هم ويلي سي. قدم وهل او لامبو به ډېر ښه پيل وي. دغه دوه ورزشه د شمزۍ له پاره هم ډېر گټور دي. نور ورزشونه، لکه ځغاسته او بايسکل چلول هم ډېر مثبت اغېز لري. په اوونۍ کي درې واري او هر وار ۳۰ دقيقې ورزش وکړئ.
په کافي اندازه خوب
هر څوک چي لږ خوب وکړي، تر راپورته کېدو وروسته د لوږي احساس کوي. لږ خوب په بدن کي د لپتين هورمون چي په بدن کي د مړښت احساس توليدوي د کمېدو سبب کيږي او بدن خوړو ته لمسول کيږي. لږ خوب دغه راز په بدن کي د هغو هورمونونو د ډېرښت سبب کيږي چي اشتها راولي لکه گرلين او اورکسين. نو هغه څوک چي غواړي وزن ئې لږ سي بايد په کافي پيمانه خوب وکړي.
په يخو اوبو کي لامبل
يخي اوبه د بدن د وازگي ويله ولو سبب کيږي او د وزن له کمښت سره مرسته کوي. په يخو اوبو کي لامبل په ځانگړې توگه د ران وازگي ويلي کيږي.
د ماهيچو تقويه
د بدن په سلو کي ۴۰ سلنه وزن ماهيچې جوړوي. په بدن کي چي هر څومره ماهيچې ډيري وي په هغه اندازه وازگه سوځول کیږي.
د سترس کمښت
سترس د وزن د ډېرښت له پاره يو له مهمو روحی عناصرو څخه دئ. د سترس هورمونونه د اشتها د ډېرښت سبب گرځي، ځکه نو بې له سترسه ژوند د وزن له کمښت سره ډېره مرسته کوي.
هيڅ وخت په وږي نس سودا ته مه ځئ
هغه څوک چي په وږي نس په سودا پسې ځي، په قوی احتمال به هغه شيان رانيسي چي د انسان په بدن کي د وازگي د ډېرښت سبب کيږي. ځکه نو هر وخت تر ډوډۍ خوړلو وروسته په سودا پسې ولاړ سئ. په ماړه نس به په رښتيا سره هغه شيان رانيسئ چي بدن اړتيا ورته لري.