1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د بخښني نړيوال سازمان: د سوریې رژیم بشریت ضد جرمونه کړي

۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبه

د بخښني نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې له مخالفینو سره د روغي جوړي تر تفاهم مخکې د اسد رژیم د خپلو خلکو په کلابندولو سره د بشریت ضد او جنګي جرمونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/2nVox
Syrien Zerstörung
انځور: picture alliance/Zumapress

د بخښنې نړیوال سازمان «موږ یې پرېږدو یا مړه کیږو» په عنوان خپل یوه تازه رپوټ کې په سوریه کې [د روغي جوړي] څلور ځايي تفاهمنامې ارزولي دي. د بشري حقونو مدافع یاد سازمان په دې رپوټ کې ویلي دي چې په دې ترڅ کې غیر قانوني کلابندۍ او بمبارۍ شوي دي او هدف یې یوازې له خپلو کورنو څخه د ملکیانو په زور ایستل وو.

د بخښني د نړیوال سازمان د رپوټ په یوه برخه کې همدا راز راغلي دي چې: «د [سوریې] د دولتي ځواکونو له خوا کلابندۍ، ناقانونه وژنې او په زوره د [ملکیانو] بې ځایه کیدل پر ملکيانو باندي د سیستماتیکو او پراخو بریدونو برخه ده او له همدې امله دغه څه د انسانیت ضد جرمونه ګڼل کیږي.»

د ۲۰۱۶م کال د اګست میاشتې او د ۲۰۱۷م کال د مارچ میاشتې ترمنځ ترسره شوي د روغې جوړې دغه تفاهمنامې تر اوږدمهاله کلابندۍ وروسته شوي دي چې پکې هم د سوریې حکومت او هم یې مخالف ځواکونو په بې رحمانه توګه پر ملکیانو بریدونه کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدا راز زیاته کړې ده چې «د سوریې حکومت او تر یوې لږ اندازې پورې مخالفو ډلو یې په داسې سیمو کې کلابندۍ کړي دي چې له ګڼه ګوڼې ډکې دي او په دې کار سره یې ملکي کسان خوراکي توکو، دارو درمل او د ژوند نورو اساسي اړتیاوو ته له لاس رسي محروم کړي دي، چې دا د نړیوالو بشري قوانینو تر پښو لاندې کول دي.»

د سوریې په درایا، مادایا، د حلب ښار په ختيځه برخه او د هومس د ال واعر په سیمه کې د سوریې د رژیم له خوا دغه راز اقدامات د جنګي جرمونو په توګه یادیږي.

په عین وخت کې دغه راز تاکتیکونه د سوریې په کفريا او فوا سيمو کې د مخالفو ډلو په هڅو کې هم تر سترګو شوي دي. دغي سيمو چې د سوريې رژيم د مخالفانو په ولکه کي دي، پکښې پر ملکیانو بې رحمانه بریدونه شوي دي چې دغه هم جنګي جرمونه ګڼل کیږي.

د سوریې په ختيځ حلب ښار کې، د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۶م کال د جولای او ډیسمبر میاشتې په اوږدو کې۱۰ داسې بریدونه ثبت کړي دي، چې پکښې د اسد رژیم له لوري ظاهراً د ملکیانو د اوسیدو سيمي تر بریدونو لاندي راغلي دي. دغه سيمي د جګړې له جبهو څخه ډیري لیرې پرتې وې او ظاهراً د دې سیمو په شاوخوا کې کوم پوځي اهداف هم نه ول.

په دې رپوټ کې چې همدا نن د دوشنبې په ورځ د بخښنې د نړیوال سازمان له خوا خپور شوی دی، د سوریې د حلب ښار په شمالي او ختيځو برخو کې یاد سازمان په مجموعي ډول اته داسې بریدونه ثبت کړي دي چې د سوریې رژیم د مخالفینو له لوري د تیرکال د اګست او نوامبر میاشتو په اوږدو کې ترسره شوي. رپوټ زیاتوي چې په دې بریدونو کې د «دوزخ د وسلو» په نامه یادیدونکې وسلې پر ملکي اهدافو کارول شوي دي.

د بشري حقونو یاد سازمان ویلي دي چې د رپوټ له پاره د دوی په څیړنه کې ویډیويي فلمونه او د سټلایټ له انځورونو کار اخیستل شوی دی. دوی همدا راز ویلي دي چې د رپوټ د برابرولو له پاره د روان کال د اپریل او سپتمبر میاشتو په اوږدو کې د ځايي اوسیدونکو او ملګرو ملتونو د چارواکو په ګډون له ټولټال ۱۳۴ کسانو سره مصاحبې هم شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالي ټولني څخه غوښتي دي چې په سوریه کې روان حالت د جرمونو نړیوالي محکمې ته راجع کړي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالي جزايي محکمې یا ICC له بشري حقونو څخه د سرغړوني تورونو د څیړني په موخه دې هیواد ته د بشپړ لاسرسي غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۱۱م کال په مارچ میاشت کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلیدو راهیسې تر۳۳۰ ززه زیات کسان وژل شوي او په میلیونو نور بیا بې ځایه شوې دي.