1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخ

د بامیان د تاریخي آثارو د ساتنې غوښتنه

۱۳۹۵ آبان ۴, سه‌شنبه

په بامیان کې د یونیسکو له خوا دوې ورځنۍ غونډه وشوه. په غونډه کي ځينو کورنیو او بهرنیو لرغون پيژندونکو له افغان دولت او فرهنگي بنسټونو څخه د بامیان د تاریخي آثارو د خوندي ساتلو په موخه د ډیرو اقداماتو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/2RfBi
Bildergalerie Rote Liste des gefährdeten Welterbes (Bamiyan)
انځور: picture alliance/dpa

په دغه غونډه کې د آلمان، جاپان او عمان لرغون پيژندونکو، په افغانستان کې د یونسکو مسوولینو، د فرهنگ او ښار جوړونې وزارتونو چارواکو او د بامیان ولایت په لسونو کسان سره راټول شوي ول، څو د دغه ولایت د تاریخی آثارو د ساتنې له پاره خپل نظرونه سره شریک کاندي.

په افغانستان کې د یونسکو د فرهنگي څانگې مسئول ناگاوکا ماسونري، د دغې غونډي په پای کې وویل چې سازمان به یې په نزدي راتلونکي کې د بودا د ۵۳ متره، مجسمې د ټینگولو له پاره د جاپان په مالي مرسته یوه پروژه پېل کړي.

ستره ستونزه، د هستوگنې ځایونه

بامیان او هرات په افغانستان کې لرغوني ولایتونه دي چې فرهنگي ماستر پلان لري. له دې کبله د دغو ولایتونو ښاروالۍ مکلفې دي چې ښاري پلانونه د فرهنگي پلان په پام کې نیولو سره تطبیق کړي. خو پر دې سربیره هم لکه څرنگه چې تمه کیده د هغو ودانیو د جوړیدو مخه نه ده نیول شوې، چې له دغه فرهنگي پلان سره اړخ نه لگوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د فرهنگي چارو سرپرست معین عبدالاحد عباسي، وایي چې دغه وزارت د بامیان د فرهنگي ماستر پلان د تطبیقیدو له پاره نوې هڅې پیل کړي دي: «موږ د بامیان د فرهنگي منظرې د احتمالي تخریب په هکله خپله اندیښنه د ښار جوړونې له وزارت سره شریکه کړه او ځایي ادارې ته مو هم وړاندیز وکړ چې هغو کسانو ته چې په ممنوعه ساحو کې غیر قانوني ځايونه جوړوي، د هستوگنې په نورو ځایونو کې ورته امکانات برابر شي.»

غیر قانوني ودانۍ

ځایي زورواکان هم په بامیان کې په غیر قانوني ودانیو جوړولو کې لاس لري. هغوی په تیرو څو کلونو کې په ممنوع شوو سیمو کې هوتلونه او هسکي ودانۍ جوړې کړي دي. پر دې سربیره په ځینو مواردو کې ځایي حکومت هم د پروژو د اجرا کولو حکم کړی چې کيدای شي د لرغونو آثارو په زیان تمام شي.

له دې سره سره، د ښار جوړونې وزارت اعلان وکړ چې ډیر ژر په بامیان ولایت کې د غیر قانوني ساختماني ودانیو د کار مخه نیول کیږي.

بامیان چې د افغانستان په مرکز کې واقع دی د سترو تمدونونو زانگو ده، چې د هغوی په سونو آثار یې د خپلو درو په زړونو کې ساتلي دي. یونیسکو د دغه ولایت اته تاریخي آثار د نړیوالو لرغونو آثارو په لېست کې شامل کړي دي. د بامیان ولایت فرهنگیان وایي چې د افغانستان د دولتي ادارو تر منځ د لازمې همغږۍ د نشتوالې له کبله د دغو آثارو زیاتره برخه له جدي خطر سره مخامخ ده.

د بامیان فرهنگي ماستر پلان لسه کاله وړاندې د یونیسکو له خوا د بیلابیلو هیوادونو د لرغون پيژندونکو په حضور کې په آلمان کې جوړ شو. له هغه وخت راهیسې د دغه ماستر پلان تطبیق له سترو ستونزو سره مخامخ دی.

په عین وخت کې د یونیسکو سازمان اعلان کړی دی چې د روان میلادي کال په دسمبر میاشت کې د آلمان په مونشن ښار کې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو د لرغون پيژندونکو او مجسمه توږونکو په حضور کې یوه علمي غونډه رابلل کيږي، څو د بامیان د یوې مجسمې د بیا جوړیدو د څرنگوالي په هکله تصمیم ونیول شي.

نور مطالب: