1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د باميان د بتانو د تخريب لسمه کاليزه

۱۳۸۹ اسفند ۲۱, شنبه

لس کاله د مخه په افغانستان کښي واکمنو طالبانو د باميانو بتان تخريب کړل

https://p.dw.com/p/R7Za
د باميانو دره چي د نني افغانستان په مرکز کي واقع ده 1600 کاله وړاندي د بودايي فرهنګ ژوندۍ نمونه وه. د بودا دوه غټي مجسمي چي يوه يي 53 او بله يي 35 متره لوړوالي لري، دغه مجسمې په نړۍ کي د معمارۍ د فن په خاصو نمونو کي شميرل کيږي. دا لويه مجسمه د نړۍ په ولاړو مجسمو کي تر ټولو لوړه مجسمه بلل کيږي.
د باميانو دره چي د نني افغانستان په مرکز کي واقع ده 1600 کاله وړاندي د بودايي فرهنګ ژوندۍ نمونه وه. د بودا دوه غټي مجسمي چي يوه يي 53 او بله يي 35 متره لوړوالي لري، دغه مجسمې په نړۍ کي د معمارۍ د فن په خاصو نمونو کي شميرل کيږي. دا لويه مجسمه د نړۍ په ولاړو مجسمو کي تر ټولو لوړه مجسمه بلل کيږي.انځور: cc-by-sa/3.0/Hadi Zaher

بودايي راهبانو دغه لويي مجسمي په دي دري کي منځته راوستلې، هغه د معماري فن چي د دغو مجسمو په جوړولو کي استعمال سوی د ګندهارا ګوپتا د هنري سبک سره سمون خوري. د ګندهارا هنري سبک د يونان د هنري سبک او د ګوپتا سبک د هندي سبک څخه شميرل کيږي. بودايي راهبانو په دغو څمڅو کي چي په انځور کي ليدل کيږي کار او ژوند کاوه. ويل کيږي چي په نړۍ کي د لومړي ځل لپاره د نقاشي په خاطر د رنګ څخه په دغو څمڅو کي ګټه اخستل سوې ده.
بودايي راهبانو دغه لويي مجسمي په دي دري کي منځته راوستلې، هغه د معماري فن چي د دغو مجسمو په جوړولو کي استعمال سوی د ګندهارا ګوپتا د هنري سبک سره سمون خوري. د ګندهارا هنري سبک د يونان د هنري سبک او د ګوپتا سبک د هندي سبک څخه شميرل کيږي. بودايي راهبانو په دغو څمڅو کي چي په انځور کي ليدل کيږي کار او ژوند کاوه. ويل کيږي چي په نړۍ کي د لومړي ځل لپاره د نقاشي په خاطر د رنګ څخه په دغو څمڅو کي ګټه اخستل سوې ده.انځور: AP

طالبانود ۲۰۰۱ م کال د مارچ د مياشتي په ۱۲ نيټه د ګردي نړۍ د نيوکو سره سره د باميانو دغه مجسمي ونړولې
طالبانود ۲۰۰۱ م کال د مارچ د مياشتي په ۱۲ نيټه د ګردي نړۍ د نيوکو سره سره د باميانو دغه مجسمي ونړولېانځور: AP

طالبانود ۲۰۰۱ م کال د مارچ د مياشتي په ۱۲ نيټه د ګردي نړۍ د نيوکو سره سره د باميانو دغه مجسمي ونړولې. د طالبانو لخوا ددغي فرهنګي ميراث ړنګولو ته بعضي رسنيو کي د قهرماني لقب ورکړل سو. له دغي جملي څخه يوه هم دا جنتري چي څو ورځي وروسته په پاکستان کي چاپ سوي وه.
طالبانود ۲۰۰۱ م کال د مارچ د مياشتي په ۱۲ نيټه د ګردي نړۍ د نيوکو سره سره د باميانو دغه مجسمي ونړولې. د طالبانو لخوا ددغي فرهنګي ميراث ړنګولو ته بعضي رسنيو کي د قهرماني لقب ورکړل سو. له دغي جملي څخه يوه هم دا جنتري چي څو ورځي وروسته په پاکستان کي چاپ سوي وه.انځور: AP

پر ژوندانه د بې وزلۍ سيوري: د باميانو خللک ډير بي وزلي دي، د کرکيلي له لاري د ژوندانه ضرورتونه پوره کوي. اوس هم داسي کورنۍ سته چي په څمڅو کي ژوند کوي، دا هغه څمڅي دي، چي بودايي راهبانو به ژوند پکښي کاوه. لاکن ددي ټولو ستونزو سره په پراخه کچه نجونو زده کړو او ښوونځيو ته مخه کړې.
پر ژوندانه د بې وزلۍ سيوري: د باميانو خللک ډير بي وزلي دي، د کرکيلي له لاري د ژوندانه ضرورتونه پوره کوي. اوس هم داسي کورنۍ سته چي په څمڅو کي ژوند کوي، دا هغه څمڅي دي، چي بودايي راهبانو به ژوند پکښي کاوه. لاکن ددي ټولو ستونزو سره په پراخه کچه نجونو زده کړو او ښوونځيو ته مخه کړې.انځور: Basir Seerat

بند امير په باميانو کي لمړنی ملي پارک دي. ياد سوی بند د۷۰ او ۸۰ م کالونو په اخرو لسيزو کي د خارجي سيلانيانو لپاره يو په زړه پوري ځای وو. د بودايي فرهنګ او طبعي ښکلا دغه بند ته نړايواله پيژندګلوي ور په برخه کړي وه، او د دولت لپاره د عايداتو ښه سرچينه وه.
بند امير په باميانو کي لمړنی ملي پارک دي. ياد سوی بند د۷۰ او ۸۰ م کالونو په اخرو لسيزو کي د خارجي سيلانيانو لپاره يو په زړه پوري ځای وو. د بودايي فرهنګ او طبعي ښکلا دغه بند ته نړايواله پيژندګلوي ور په برخه کړي وه، او د دولت لپاره د عايداتو ښه سرچينه وه.انځور: AP

د بودا په چار چاپير کي ښخ سوي ماينونه: د افغانستان زياتره سيمي په تيرو دري لسيزو کي په ماينونو پوښل سوي. د بودا د مجسمو چاپيريال هم يو ددغو سيمو څخه دی، چي دا پخپله د بيا رغوني په کار کي لوي خنډ دی.
د بودا په چار چاپير کي ښخ سوي ماينونه: د افغانستان زياتره سيمي په تيرو دري لسيزو کي په ماينونو پوښل سوي. د بودا د مجسمو چاپيريال هم يو ددغو سيمو څخه دی، چي دا پخپله د بيا رغوني په کار کي لوي خنډ دی.انځور: AP

د ژوند لړي روانه ده: د باميانو خلک د افغانستان د نورو سيمو په شان د ډيرو مشکلاتو سره مخ دي. ددي ټولو مشکلاتو سره د افغانستان ماشومانو ته دا وخت په لاس ورغلي چي ښوونځيو ته ولاړسي. د افغانستان جنګ ځپلي ماشومان ډيره علاقه لري چي زده کړي وکړي. د باميانوخلک په لټه کي دي چي ژوند خپل عادي حالت ته را وګرځوي. په تيرو وختونو کي دغه سيمه د ويجاړونکي جنګونو شاهده وه.
د ژوند لړي روانه ده: د باميانو خلک د افغانستان د نورو سيمو په شان د ډيرو مشکلاتو سره مخ دي. ددي ټولو مشکلاتو سره د افغانستان ماشومانو ته دا وخت په لاس ورغلي چي ښوونځيو ته ولاړسي. د افغانستان جنګ ځپلي ماشومان ډيره علاقه لري چي زده کړي وکړي. د باميانوخلک په لټه کي دي چي ژوند خپل عادي حالت ته را وګرځوي. په تيرو وختونو کي دغه سيمه د ويجاړونکي جنګونو شاهده وه.انځور: Basir Seerat

طالبانو په ۱۹۹۸ م کال کي د باميانو ولايت تر ولکي لاندي راوست، د طالبانو سياسي او مذهبي مشر ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ م کال د فبروري په ۲۶ د بودا د مجسمو د ړنګولو امر ورکړ. د درو اونيو تر تياري ورسته طالبانو دا عظيمي مجسمي په بمونو والوزولې.
طالبانو په ۱۹۹۸ م کال کي د باميانو ولايت تر ولکي لاندي راوست، د طالبانو سياسي او مذهبي مشر ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ م کال د فبروري په ۲۶ د بودا د مجسمو د ړنګولو امر ورکړ. د درو اونيو تر تياري ورسته طالبانو دا عظيمي مجسمي په بمونو والوزولې.انځور: AP

نړيوالو سيلانيانو ته سترګي په لار: بند امير چي د افغانستان لمړني ملي پارک دی، په نظر کي وه چي ډير نړيوال سيالان به خپل خوا ته را مات کړي، ددي سره چي ډيری سيلانيان هيله لري ، خو پراخه نا امني ددي باعث سوط چي هلته د سيلانيانو د تګ مخه ډب کړي.
نړيوالو سيلانيانو ته سترګي په لار: بند امير چي د افغانستان لمړني ملي پارک دی، په نظر کي وه چي ډير نړيوال سيالان به خپل خوا ته را مات کړي، ددي سره چي ډيری سيلانيان هيله لري ، خو پراخه نا امني ددي باعث سوط چي هلته د سيلانيانو د تګ مخه ډب کړي.انځور: Najibullah Musafer

د بودا خالي ځای: د نړي ډيرو هيوادونو چي د هغوی د جملي څخه يو المان هم دی، د بودا د مجسمي د بيا رغوني دپاره څيړينيزي ډلي سيمي ته استولي، لاکن د کارپوهانو په اند د بودا د مجسمودبيا جوړولو لګښت خورا ډير دی. تر اوسه هيڅ کوم هيواد نه دی حاضر سوی چي دا لګښت په غاړه واخلي. اټکل کيږي چي د بودا د وړوکي مجسمي بيا رغوني ته د شاوخوا ۵۰ ميلونو ډالرو ضرورت دي.
د بودا خالي ځای: د نړي ډيرو هيوادونو چي د هغوی د جملي څخه يو المان هم دی، د بودا د مجسمي د بيا رغوني دپاره څيړينيزي ډلي سيمي ته استولي، لاکن د کارپوهانو په اند د بودا د مجسمودبيا جوړولو لګښت خورا ډير دی. تر اوسه هيڅ کوم هيواد نه دی حاضر سوی چي دا لګښت په غاړه واخلي. اټکل کيږي چي د بودا د وړوکي مجسمي بيا رغوني ته د شاوخوا ۵۰ ميلونو ډالرو ضرورت دي.انځور: AP

د بودا مجسمي په تيرو سوو کلونو او پيړيو کي څو څو واري تر حملو لاندي راغلي. افغاتستان ته د اسلام د دين تر راتلو وروسته د بودا فرهنګ هم له دي ځايه څخه ګاونډۍ منطقې لکه چين ته کوچ وکړ، او راهبانو هم باميان پريښود.
د بودا مجسمي په تيرو سوو کلونو او پيړيو کي څو څو واري تر حملو لاندي راغلي. افغاتستان ته د اسلام د دين تر راتلو وروسته د بودا فرهنګ هم له دي ځايه څخه ګاونډۍ منطقې لکه چين ته کوچ وکړ، او راهبانو هم باميان پريښود.انځور: AP

يو جاپاني هډه امريکاي (هيرو ياماګاتا) غوښتل چي د ليزر د شعا پواسطه ويجاړي سوي مجسمې بيا ښکاره کړي. په همدي خاطر يي غوښتل چي باميانو ته برق ورسيږي. ددي طرحي وړانديز په ۲۰۰۵ م کال کي سوي وو، لاکن تر اوسه نه ده معلومه چي دا به څنګه او کله عملي کيږي.
يو جاپاني هډه امريکاي (هيرو ياماګاتا) غوښتل چي د ليزر د شعا پواسطه ويجاړي سوي مجسمې بيا ښکاره کړي. په همدي خاطر يي غوښتل چي باميانو ته برق ورسيږي. ددي طرحي وړانديز په ۲۰۰۵ م کال کي سوي وو، لاکن تر اوسه نه ده معلومه چي دا به څنګه او کله عملي کيږي.انځور: AP