د بالکان پر لار په «ځنګل» کې د بند پاتو مهاجرو ژوند
د کرويشیا او سربستان په منځ کې په لسونو مهاجر په آزاده فضا او یخه هوا کې بند پاتې دي. دوی هیله من دي چې د فرصت په موندلو سره په «ځنګل» کې له کړاونو ډک ژوند څخه ځانونه خلاص او د اروپا غربي هیوادونو ته ورسيږي.
د هرې ورځې کړاونه
تر دې پله لاندي د یخو اوبو څاڅکې افغان مهاجر ابراهیم ته د دې فرصت ورکوي چې خپل سر او ځان پریمنځي. د دې افغان ځوان په څیر، په «ځنګل» کې ټول مهاجرو په بدو شرایطو کې ژوند کوي. په دې ځای کې د حمامونو او مناسبو تشنابونو امکانات نه شته.
له لسو کسانو څخه یو
د مقدونيې په منځ کې یو چینايي مهاجر د «شید» سیمې ته څیرمه په ځنګلونو کې ځای په ځای شوی دی. دغه مهاجر هم د نورو مهاجرو په شان په دې هڅه کې دی چې ځان مرکزي اروپا ته ورسوي. د افغانستان، سوریې او نورو هیوادونو ترڅنګ د چینايي مهاجر شتون د حیرانتیا وړ خبره ده.
په «ځنګله» کې ژوند
دلته تر۱۵۰ډیرو مهاجرو د اورګاډو یوې پټلۍ ته څیرمه ځانونه پټ کړي ډي. د «شید» په نامه دغه سیمه د سربستان او کرويشیا ترمنځ پرته ده. دلته د میشتو مهاجرو له ډلې څخه ډیرو یې څو ځله هڅه کړې، څو له پولې واوړي او ځانونه مرکزي اروپا ته ورسوي. دوی د انساني قاچاقبرانو په وسیله، په فردي او یا ډله ایزه توګه او یا په اورګاډو کې په پټیدو سره غواړي ځانونه مرکزي اروپا ته ورسوي.
د اوښکو لړۍ
په لومړي سر کې د اورګاډو تعقیبول ساده بریښي. د اورګاډي پټلۍ ته څیرمه د دې کمپ مهاجر اوسیدونکي وايي چې د دوی ځینې ملګري د دې اورګاډې د پټلۍ قرباني ګرځیدلي دي. ویل کیږي چې دوه کسان پر دې پټلۍ پراته ول او اورګاډی ورباندي راغی او د دوی ژوند یې واخیست.
رضاکاره مرستندویان
په دې ښار کې ټول اوسیدونکي د دې مهاجرو پر وړاندي بې تفاوته نه دي. د «بې نومه پخلنځي» په نوم د رضاکارانو یو حرکت د دې کمپ اوسیدونکو ته سباناری ویشي.
بالاخره خواړه!
دغه راز ګرم خواړه چې دوه مهاجر یې په یوه له کاره لویدلې فابریکه کې پخوي، په «ځنګل» کې یو استثنایي فرصت دی.
بې پایه انتظار!
د یوې خالي فابریکې د بام پر سر افغان مهاجر په دې انتظار کې دي چې یو مناسب فرصت پیدا کړي او ځانونه د مرکزي اروپا هیوادونو ته ورسوي. دغه کار چې په ډیر ګومان سره ډیر تکليفي هم دی.
نا بللی میلمه
یو مهاجر، يو بار وړونکی اورګاډی او یو امکان. په راتلونکو څو شیبو کې به دغه سړی ځان د دې واګونونو په یوه کې ځان پټ کړي، ترڅو کرويشیا ته ولاړ شي او بیا له هغه ځایه نورو اروپايي هیوادونو ته ځان ورسوي.
بل تم ځای، شرقي اروپا؟
هغه کسان چې ځانونه دې هدف ته رسوي او قاچاقبرانو ته د پیسو د ورکړي توان ولري، هڅه کوي چې په ټکسي کې ځانونه د کرويشیا له لاري ختيځي اروپا ته ورسوي. د دې سفر لګښت شاوخوا ۱۲۰۰ یورو اټکل کيږي.
پای؛ له لاسه وتلې هیلي!
علي یو ۲۲ کلن افغان مهاجر دی او اوس د «شید» په نوم سیمي ته بیرته ګرځول شوی دی. نوموړی په خپله وروستی هڅه کې چې غوښتل یې له دې ځایه وتښتي، په کرويشیا کې ونیول شو او دوې ورځې زندان ته واچول شو. AG/K.H