۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبهپه تیرو ۱۸ کلونو کې ۱۵۰۰ او په روان کال کې تر اوسه پورې ۱۲ تنو د یونان په ایوروس سیند کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د قربانیانو موندل شوي جسدونه د سرحدي ښار الکساندروپولیس د عدلي طب مرکز ته راوړل کیږي. د دغه مرکز داکتر وایې چې د قربانیانو شمیر به نور هم زیات شي، خو دوی هڅه کوي چې د مړو هویت معلوم کړي.