د ايران د اطفایې ادارې فداکاري او ژغورل شوي کسان
د تهران د ښاروال په وینا د اطفایې عملې څه کم شل تنه تیره ورځ د پلاسکو، ودانۍ د اور وژنې د هڅې په ترڅ کې وژل شوي دي.
په ایران کې د اطفایې ویاند ویلي دي چې د دغې ادارې د شلو مامورینو د وژل کیدو خبر نه تائیدوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د تهران ښاروال د اور وژنې د عملې د شلو تنو د وژل کیدو اعلان کړی وی.
د پلاسکو په پنځلس پوړیزه ودانۍ کې د اور لگیدو وروسته د اور وژنې عملې هڅه کوله چې اور خاموشه کړي، چې دغه مهال ودانۍ راونړیده. اطفایې هڅه کوله چې په ودانۍ کې راگیر شوي خلک آزاد کړي.
د پلاسکو، د بحراني کمېټې ویاند ویلي وو چې په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شوو خبرونو برخلاف د خرابیو لاندې څوک نه دي راایستل شوي. د هغوی په خبره اور وژونکي عمله په دې هڅه کې وه چې اور د ودانۍ نورو برخو ته و نه غځیږي.
د «ایسنا» د خبري آژانس د رپوټ له مخې د اور وژونکي عملې یوه تن د دستگاوو او تجهیزاتو له زوړوالي څخه شکایت کاوه. ویل کیږي، کله چې د تهران د ښاري شورا مرستیال مرتضی طلایي د پیښې له ځای څخه لیدنه کوله نو د اطفایې یوه تن هغه ته وویل: «ولې گورئ، پیسې راکړئ چې دستگاه واخلو. دا دستگاه څو کاله زړه ده».
په انځور کې لیدل کیږي چې د پیښې ځای ته څیرمه اور وژونکي عمله ناسته ده.
د اور وژونکې عملې یو تن د کار پر مهال
د تهران ښاروال ویلي وو چې یو تر لاسه شوی پیغام تر خرابیو لاندې د اور وژنې د عملې د پنځو تنو ژوندي پاتې کیدو حکایت کوي.
انځور کې لیدل کیږي چې د اور وژنې عمله د اور او سخت لوگي سربیره هم پر ژغورونکي ماموریت بوخت دي.
د تهران د ښاري کمیټي عمران مشرن اقبال شاکري ویلي دي چې مرستندویان او اور وژونکي عمله پر دې تواندیلې چې د دغه ودانۍ لاندیني برخې یا زیر زمني ته لاس رسی ومومي. ځیني مسوولین داسې احتمال نه ردوي چې ښایي ځینې اور وژونکي د خپل ځان د ژغورنې په موخه په زیر زمیني کې باندې پاتې وي. تر دې دمخه د اور وژونکي عملې له لورې د پیغام ورکولو خبر ورکړل شوی، چې بیا وروسته رد شو.
د پیښې د ځای بل انځور
د ایران د ښاروالې د اړیکو عمومي مدیر ادعا کړې ده چې تر مخه د پلاسکو ساختمان مدیرانو ته ۳۰ وارې خبرداری ورکړل شوی دی.
په پلازمېنه تهران کې د رانړیدلې ودانۍ یو انځور
د ژغورنې چارې لا ادامه لري.
په انځور کې لیدل کیږي چې د اور وژنې د عملې تر څنگ نور خلک هم غمجن ولاړ دي.
لاهم تر خرابیو لاندې د احتمالي ژوندي پاتې کسانو د ژغورلو هڅې کیږي.
ویل کیږي چې د ۴۰۰۰ لیتره تیلو د زیرمې انفجار په پلاسکو ودانۍ کې د اور لگیدو سبب شوی دی. خو دا پوښتنه بې ځوابه پاتې ده چې ولې دغه زیرمې انفجار وکړ.
د ودانۍ د رانړیدلو له کبله یو مارکیټ او د کالو جوړولو ځینې فابریکې هم تر خرابیو لاندې شوي دي.
د اور خاموشه کولو هڅه
د اور وژنې عمله چې د ودانۍ رانړیدو له کبله یې ډیر شمیر کارکوونکو ته زیان اوښتی.
د اور وژنې د عملې یو بل تن
د عملې یو تن کارکوونکی په ژغوړني حالت کې
د ودانۍ رانړیدو هر څه له خاورو سره خاورې کړل.
د رانړیدلې ودانۍ یو بل انځور
د پلاسکو ودانۍ لومړني انځورونه چې هغه مهال پکښې اور لگیدلی وو.
تر هغې وروسته ودانۍ په بشپړه توگه راونړیده.