1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین، په ختیځ کې تاوتریخوالی ادامه لري

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دوی به په ختیځ اوکراین کې د بیلوتونو غوښتونکو پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته ادامه ورکړي. په نسبي توگه آرامه ښار اودیسه کې تر اوسه د ۳۱ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BtFx
انځور: Reuters

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر آرسین اواکوف، د خپل فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه کې د روان وضعیت په هکله نوي معلومات وړاندې کړي دي. اوکرایني ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونو غوښتونکو پر وړاندې تعرضي عملیات پیل کړي دي. د اواکوف د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ د اوکراین حکومتي ځواکونو په کراماتورسک، ښار کې د یاغیانو پر وړاندې عملیات پيل کړل.

زیاته شوې ده چې په دغه ترڅ کې حکومتي ځواکونو د دغه ښار د تلویزون د برج کنترول بیرته په خپل لاس کې نیولی دی. خو اواکوف د مرگ ژوبلې په هکله کوم ارقام نه دي وړاندې کړي. د روسي تلویزونونو د رپوټونو له مخې د متقابلو ډزو وروسته ډیر شمیر کسانو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د جمعې په ورځ د اوکراین حکومتي ځواکونو د دغه هیواد په ختیځ کې د یاغیانو پر ضد تعرضي عملیات پیل کړل. تر ټولو زیات د کراماتورسک ښار ته څیرمه د سلاویانسک، په ښار کې د اوکراین د ځانگړو ځواکونو او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ سخته نښته رامنځ ته شوه. په دغه ښار کې بیلتون غوښتونکو له څو اوونیو راهیسي دولتي ودانۍ اشغال کړي دي. د اوکراین د حکومت د معلوماتو له مخې په دغه ځای کې دوې څرخي الوتکې ویشتل شوي دي او دوه سرتیري وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې یاغیانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.

په سلاویانسک، کې د اوکراین حکومتي څرخي الوتکه د ماموریت پر مهال
په سلاویانسک، کې د اوکراین حکومتي څرخي الوتکه د ماموریت پر مهالانځور: Reuters

اودیسه، د اخ او ډب نوی ټاټوبی

د تور سمندرگي، د اودیسه په ښار کې چې تر اوسه پورې په نسبي توگه له آرامه ښارونو څخه شمیرل کیده، پکښې وضعیت مخ په ترینگلي کیدو دی. د احتجاجونو وروسته په دغه ښار کې د کاري صنفي اتحادیو یوې ودانۍ ته اور ورته کړل شو. پولیس په دغه ودانۍ کې د ۳۱ کسانو د وژل کیدو خبره کوي.

تر دې دمخه په اودیسه ښار کې د روسي پلوه فعالانو او د کیف د حکومت د پلویانو تر منځ په اخ او ډب کې څلور تنه وژل شوي ول. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د سړکونو پر سر د اخ او ډب په ترڅ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې۱۳۰ تنه بلوا کوونکي د جمعې په ماښام نیول شوي دي. چارواکو په دغه ښار کې د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی.

«د عاجلو معلوماتو غوښتنه»

روسیه په کیف کې لویدیځه پلوه مشري او همداشان د اوکراین نیشنلستان د تاوتریخوالي د لمن د پراخیدو له پاره گرم بولي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین له چارواکو څخه په دې هکله د «عاجلو معلوماتو» غوښتنه کړې ده چې آیا په قربانیانو کې روسي اتباع شامل دي که نه.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په دې وخت کې دا ستونزمن کار دی چې د وضعیت په هکله یو حقیقي او بې طرفه انځور وړاندې کړای شي او یا هم د مرگ ژوبلې دقیق ارقام وړاندې کړای شي.