1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین د حکومت مخالفینو احتجاج لا دوام لري

آژانسونه / عبدلباري حکيم۱۳۹۲ اسفند ۳, شنبه

د اوکراین په سیاسي کړکېچ کي د یوې روغي جوړي سره سره، په کیف کي احتجاج کونکو خپل مخالفت ته دوام ورکړی دی. هغوی نه یواځي د ژورو سیاسي اصلاحاتو، بلکه د پخواني لومړۍ وزیري تومیشینکو د خوشي کولو لپاره غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1BDho
انځور: Reuters

د اوکراين د ولسمشر، ویکتور یانوکوویچ او د اپوزیسیون د مشرانو تر منځ د یوې موافقې د لاسیک کېدلو سره سره، د شنبې په ورځ ( د فبروۍ ۲۲ مه) هم په لس هاو زرو حکومت ضد احتجاج کونکو د کیف د آزادۍ په ډگر «ميدان» کي خپل احتجاج دوام ورکړ.

د نوموړې موافقې هدف دا ؤ تر څو د میاشتو را په دې خوا د اکراین سیاسي بې ثباتۍ ته او د حکومت او مخالفینو ترمنځ چي اخ او ډب ته د پای ټکی کېښودل شي. په اکراين کي اخ او ډب تر اوسه د څه د پاسه ۷۰ انسانانو د ژوند په بيعه تمام شوی دی. خو داسي ښکاري چي د جمعې د ورځي (د فبرورۍ ۲۱مه) روغي جوړي د حکومت مخالفین نه دي قانع کړي او هغوی اوس د ولسمشر یانوکوویچ د گوښه کیدو لپاره غوښتنه کوي.

اوکراین له مالي ستونزو هم سره مخامخ دی

له نوموړي موافقې څخه وروسته د اپوزسیون یو مشر، ویتالي کلیچکو چي پخوا د بوکس نړیوال اتل ؤ، د احتجاج کونکو یوې غونډي ته ورغی تر څو هغوی ته قناعت ورکړي چي د ولسمشر د استعفا په غوښتني باندي دې ډیر زیات تینگار نه کوي، خو مظاهره کونکو د هغه وینا په دې شعارونو « مړ دي وي جنایت کار» او «استعفا! استعفا» په وار وار سره غوڅي کړې.

کلیچکو مظاهره کونکو ته وویل:« زه د دې موافقی له لاسلیک کولو څخه ډیر زیات راضی نه یم، خو زه گمان نه کوم چي هغه (ولسمشر یانوکوویچ) دي استعفا وکړي. مونږ باید د معقولو گامونو د اوچتوولو لپاره فکر وکړو.» د رپوټونو له مخې په دې وخت کي د خلکو له غونډي څخه یو افراطي ملیت پال وینا کونکي چی نوم یې نه دی بربنډ شوی، را ولاړ شو او اعلان یې وکړ، که چیري یانوکوویچ پر خپله دنده پاتي شي، نو مظاهره کونکي به د سیمي په وخت د سهار په لس بجو خپل احتجاج له سره پیل کړي.

د سولي موافقه

يانوکوويچ، فرانک والتر شتاين ماير، ويتالي کليچکو (ښه اړخ نه)
يانوکوويچ، فرانک والتر شتاين ماير، ويتالي کليچکو (ښه اړخ نه)انځور: Sergei Supinsky/AFP/Getty Images

د جمعې په ماښام د اوکراین د حکومت او د اپوزسیون مشرانو د سولي یوه موافقه لاس لیک کړه چي د هغې له مخي د «ژورو سیاسي اصلاحاتو د پلي کیدو او په هیواد کي د ثبات د اعادې» لپاره غوښتنه شوې ده. په موافقه کي دا هم ویل شوي دي چي د سپتمبر تر میاشتي پوري به په اساسي قانون کي اصلاحات راوستل شي او له دې سره به د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په میاشت کي د نوو ټاکنو لپاره لاره پرانیستله شي.

سر بیره پر دې موافقه وشوه چي د کیف د وروستیو ورځو زورزیاتی چي په پایله کي يې یو گن شمیر خلک ووژل شول یوه پلټنه په لاره واچوله شي او هغو مظاهره کونکو ته د یوې عمومي عفوي ضمانت وشي چي په تیرو څو ورځو کي د احتجاجونو په ترڅ کي نیول شوي دي.

د نوموړی موافقې په لاس لیک کولو کي د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتاین مایر، د پولند د بهرنیو چارو وزیر، رادوسلا سیکورسکي او د فرانسی د بهرنیو چارو وزیر، لوران فابیوس منځگړیتوب وکړ. ولسمشر، یانووکویچ او د اپوزسیون مشرانو ارسیني یاتسینیوک، ویتالي کلیچکو او اولیح تیاني بوک دغه موافقه لاس لیک کړه.

د اوکراین پارلمان په ډیر لږ وخت کي د یو لړ مهمو اقدماتو لپاره پریکړي وکړې. د هغو په جمله یوه مهمه پریکړه دا وه چي د اوکراین د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون به اعاده کیږي چي د هغه له مخي د ولسمشر مهم صلاحیتونه به بیرته پارلمان ته ورکول کیږي. له هغې وروسته د نیول شوو مظاهره کونکو د خوشي کولو او دغه راز د کورنیو چارو د وزیر، ویتالی زاخارچینکو د گوښه کولو پریکړي وشوې. سربیره پر دې د پخواني لومړۍ وزیرې، تیموشینکو د خلاصون لپاره هم رای ورکړل شوې، څرنگه چي د ۳۸۰ استازو څخه د ۳۱۰ تنو یې د نوموړې د آزدولو په پلویتوب رایي ورکړې. خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چي هغه به څه وخت له زندان خخه خوشي کړل شي.