1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين اپوزسیون حکومتي اقتدار خپل کړ

آژانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

د اوکراین اپوزسیون هغه هدف ته ورسېد چي له اونیو را په دې خوا یې د کیف د آزادۍ په ډ‌گر «میدان» کي د خپل ژوند په بیعه مبارزه ورته وکړه. هغه اوس په ډیري چټکتیا سره د قدرت کلیدي مقامونه راخپل کړل.

https://p.dw.com/p/1BEIb
انځور: Reuters

د اوکراين نوي موقت ولسمشر، تورچينوف (په لوړ انځور کي) د دولتي افلاس څخه خبرداری ورکړی دی. نوموړی د يانوکوويچ د ليري کېدلو وروسته د اوکراين منځمهاله ولسمشر وټاکل شو. هغه دنده په غاړه لري چي په اوکراين کي ټاکني تر سره کړي.

دا د هغه وروسته چي د راپرځول شوي ولسمشر، ویکتور یانوکوویچ څخه وروسته د پخوانۍ لومړۍ وزيري یولیا تیموشینکو پلوي اپوزسیون په اوکراین کي قدرت ونیو. د اوکراین پارلمان یانوکوویچ له ټولو دولتي صلاحیتونو څخه بې برخي کړ او د می د ۲۵ لپاره یې د نوو ټاکنو لپاره پرېکړه وکړه. تیموشینکو چي وروسته له دوه نیم کلونو زندان څخه آزاده شوه، غواړي چي د ولسشمرۍ په ټاکنو کي ځان کاندید کړي.

اروپایي کورنۍ ته بېرته ستنېدل

د اوکراین اپوزسیون د خپل هیواد حکومتي اقتدار په لاس کي واخیست. پارلمان خپل نوی مشر، الکزاندر توچينوف د اوکراین د موقت ولسمشر په توگه وټاکه. په لومړۍ تلویزوني وینا کي تورچينوف خپل ولس ته په خطاب کي د لویدیځ په لور د تگلارې ژمنه وکړه: «مونږ باید د اروپایي هیوادونو کړۍ ته بېرته ستانه شوو.» هغه یادونه وکړه: « خو په عین وخت کي له روسیې سره د ښو اړیکو لپاره چمتو د يو، البته په دې شرط چي ماسکو د اروپا په کړۍ کي د اوکراین د شمولیت هوډ په رسمیت وپیژني.»

تورچينوف ټینگار وکړ چي د اوکراین اقتصادي وضعیت « له یو ناورین سره مخامخ دی.» هغه یادونه وکړه: « له دې سره هیواد د اقتصادي افلاس پاڼ ته برابر شوی دی.» تورچينوف د خپل هیواد د اقتصادي ناخوال وضعیت لپاره راپرځول شوي ولسمشر، ویکتور یانوکوویچ گرم وگاڼه: «هغه دا هیواد لوټ او تباه کړ.»

د نړیوال وجهي صندوق مالي مرسته

نړیوال وجهي صندوق چمتوالی ښودلی چي د افلاس سره مخامخ هیواد اوکراين ته به مرستي ورکړي. د آسترالیا د سدني په ښار کي د G20 په غونډه کي د نړیوال وجهي صندوق مشري، کریستینه لگارد وویل: « اوس مهمه خبره دا ده چي پر موضوع باندي د خبراترو یو لوری وموندل شي.»

دغه راز د اروپا د اتحادیې د بهرنیو چارو مسؤلې کاترین اشتون او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتاین مایر له اوکراین سره مالي مرستې په پام کي نیولي دي. شتاین مایر وویل: « د صدراعظمې انگلا مېرکل او د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین ترمنځ د یکشنبې د ورځي د یو تیلفوني تماس کي په دې هکله خبري وشوې چي ځیني لاري چاري ولټولي شي ترڅود اوکراین اقتصاد ثبات پیدا کړي.» خو له روسیې څخه د نوو مالی مرستو لپاره بايد اوکراین له دې وروسته ډیر زیات انتظار وباسي. روسيې د يانوکوويچ د گوښه کېدلو وروسته د اوکراين سره خپلي ټولي مرستي ځنډولي وې.