1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوسکار مارتینیڅ له پاره د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د ال سلوادور یوه خبریال، د بیان د آزادۍ د مدافع په توگه، د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه. دغه جایزه له ۲۰۱۵م کال راهیسې هغو خبریالانو ته ورکول کیږي چې په خطرناکو شرایطو کې د رسنیود آزادۍ له پاره مبارزه کوي.

https://p.dw.com/p/4QqPE
Oscar Martinez | Chefredakteur von El Faro in El Salvador
انځور: Alba Amaya/DW

دويچه ويله د ۲۰۲۳م کال د بیان د آزادۍ جایزه، اوسکار مارتینیڅ ته ورکړه. هغه د لاتین امریکا یو له مشهورو تحقیقاتي ژورنالیستانو څخه دی. نوموړی ۴۰ کلن د (اِل فارو) چي د (ځلیدونکي برج) په مانا دی د آنلایني مجلې مسئول مدیر دی چی په ۱۹۹۸م کال کي یې په ال سلوادور کي بڼسټ کښیښودل سو او نن ورځ د لاتین امریکا تر ټولو مشهوره تحقیقاتي رسنۍ بلل کیږي.

د چارشنبه په ورځ د دغي جایزې اعلانول د دویچه ویلي د ۷۰ یمی کلیزي له ورځي سره سمون خوري.

د رسنیو د آزدۍ له پاره مبارزه

د دویچه ویلي عمومي رئیس پیتر لیمبورگ وویل: «اوسکار مارتینیڅ او د اِل فارو رسنۍ په ال سلوادور کي د رسنیو او بیان د آزادۍ له پاره مبارزه کوي. » هغه زیاته کړه: «پر رسنیو باندي فشار په ټوله لاتین امریکا کي وار په وار ډیریږي او په ال سلوادور کي ډېر لږ مستقل خبریالان سته او هغوی هم د دولت له خوا د غچ اخیستنی له گواښ سره مخامخ دي. موږ د دغي جایزې په ورکولو سره د اوسکار مارتینیڅ د جرأت ستاینه کوو چي پر شخصي خطرونو سربیره یې خپلواک معلومات د خپلو لوستونکو له پاره راټول او استولي دي.»

Peter Limbourg
د دویچه ویلی عمومي رئیس ، پیتر لیمبورگانځور: DW

له هغه راهیسي چي د تیر کال په مارچ میاشت کي حکومت اضطراري حالت اعلان کړی، په ال سلوادور کي د قانون له مخي داسي حقونه لکه د بیان او غونډو جوړولو حقونه لغوه سوي دي. مارتینیڅ وایی: « ژورنالیزم باید بیا هم په هغو تاریکو کونجونو کي وځلیږي چي حکومت غواړي همداسي تیاره یې پریږدي. زما په نظر ژورنالیزم باید د هغو پیښو بیان ته ادامه ورکړي چي واکمنان غواړي په اړه یې چُپ پاته سي.»

د گلوبل میدیا د فوروم مهمه برخه

د دویچه ویلي د بیان د آزادۍ جایزه له ۲۰۱۵م کال راهیسي د رسنیو هغو کارکوونکو او یا هم نوښتگرو ته ورکول کیږي چي په ډیرو هلو ځلو سره یې د آزادۍ د حقونو، په تیره بیا د بیان او رسنیو د آزادۍ له پاره مبارزه کوي.

له سعودي عربستان څخه د رایف بدوي په نوم بلاگر لومړنی کس وو چي د دویچه ویلي دغه ډول جایزه یې ترلاسه کړه. تیر کال د  AP خبریال او لیکوال مستیسلاوف خورنوف او د عکسونو آزاد خبریال ایفګیني مالولیتکا ته پر اوکراین د روسیې د يرغل په هکله د هغوی د رپوټ ورکولو له امله د دویچه ویلی دغه جایزه ورکړل سوه.

د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه دوو اوکرایني خبریالانو ته ورکړل شوه

د دویچه ویلي د بیان د آزادۍ جایزه هرکال په بُن کي د نړیوال میډیا فورم مهمه برخه وي. د دویچه ویلي عمومي رئیس لیمبورگ وویل: «د بیان د آزادۍ د جایزې په ترلاسه کولو سره، موږ د ټولو هغو خبریالانو څخه مننه کوو چي د خلکو په گټه د خپلواک ژورنالیزم له پاره خپل ځان په خطر کي اچوي. دوی هغه مسلکي ارزښتونه په نخښه کوي چي دویچه ویله ورته ژمنه ده».

GP/NZ/DW.Online