1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اورکراين په ختيځ کي د ياغيان د پرمختگ اندېښنه

۱۳۹۴ مرداد ۲۹, پنجشنبه

د اوکراين په ختيځ کي کراري نه تر سترگو کیږي. هلته بیا د بیلتون غوښتونکو د سترو عملیاتو اوازې دي. په داسي حال کي چي لویدیځ له نوي يرغله اندېښنه لري، پوتين بيا پر لوېديځ باندي د سبوتاژ تور لگوي.

https://p.dw.com/p/1GIAV
انځور: Getty Images/AFP/O. Ratushniak

د اوکراين په ختیځ کي د امنيتي وضعيت نور هم خرابیدل ډیر د اندېښني وړ دی: ناټو د چهارشنبه په ورځ ويلي دي چي روسي پلوي بېلتون غوښتونکو تلاښ کوي نوري سيمي هم ونيسي. په عین حال کي له بروکسل څخه مسکو ته ویل سوي دي چي په جنگي ساحه کي خپل «خاص مسؤلیت » ادأ کړي.

د ناټو ویاندي کارمېن رومیرو د دغه اتحاد د استازو تر سلأ مشورو وروسته وویل چي «د روسيې هر هغه کوښښ چی د اوکراين د نورو سیمو په نیولو کي د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، د نړیوالي ټولني له پاره د منلو نه دی.»

د دې په خبره ټول اړخونه بايد د زورزياتي مخنيوی وکړي. خو ناټو په عین حال کي ویلي دي، چي په اوکراين کي به پوځي عمل ونه کړي. ځکه چي دغه هیواد تر اوسه پوري د ناټو غړی نه دی او ځکه یې نو یوازي غیر مستقیم ملاتړ کیږي.

یاغیان د دنیڅک او لوهانسک ښارونو ډیري سیمي کنټرولوي او خبرداری یې ورکړی دی، چی د لویديځ پر طرف به نوري سيمي هم ونیسي. په فبروري میاشت د اوربند تر موافقې وروسته جنگونه لږ سوي، خو په دې وروستیو وختونو کي يې بيرته زور اخیستی دی. د تیري شنبې او یکشنبې په ورځو کي تر یوې میاشتي وروسته تر ټولو خونړۍ جگړې وسوې.

د پوتین او اوباما مستقیمه لیدنه کتنه؟

په زورزياتي ډک دغه حالت کي د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف د چهارشنبې په ورځ ویلي دي، چي جمهور رئيس ولاد يمير پوتين تیار دی چي په نیویارک کي د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پر وخت د امريکا متحدو ايالاتو له جمهوررئيس بارک اوباما سره وگوري.

لاوروف په دولتي تلویزيون کي وویل، چي که له واشنگټن څخه دا ډول یو وړاندیز وسي، نو پوتین به هغه «مثبت ارزیابي» کړي. د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې غونډه په سپتمبر مياشت کي دایریږي.

لاوروف د کریمیا نیمه ټاپو ته د پوتین په دریم سفر کي ملگری وو. پوتین له خپل دغه سفر څخه د لوېديځ په مقابل کي استفاده وکړه او نوي تورونه يې پرې ولگول.

هغه په سیواستوپل کي روسي خبري آژانس نووستي، ته ویلي دي چي «عملأ داسي تهدیدونه» موجود دي چي بهرني ځواکونه د کریمیا په نیمه ټاپو کي اوضاع «بې ثباته» کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب