1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انگلا ميرکل محبوبیت لږ شوی دی

۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبه

نږدې نیمایې آلمانان په دې نظر دي چې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ته په کار دي چې په ۲۰۲۱م کال کې په آلمان کې تر راتلونکو ټاکنو مخکې له خپلې دندې لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/2q0U9
Berlin Gedenken Breitscheidplatz Angela Merkel
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» له خوا د یوې نوې ترسره شوي نظر پوښتني له مخې نږدې نیمایې آلمانان غواړي چې د دغه هيواد صدراعظمه انګلا میرکل دې په ۲۰۲۱م کال کې تر ټاکنو مخکې له خپله دنده پرېږدي.

د ’YouGov‘ په نوم ترسره شوي سروې پایلې د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۲۷) خپرې شوي دي. په دې نظر پوښتنه کې د پوښتل شوو کسانو ۴۷ سلنه ویلي دي چې دوی غواړي وویني چې انګلا میرکل د خپل صدارت دورې تر بشپړولو مخکې له خپله دنده پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې ۳۶ سلنه خلکو ویلي دي چې میرکل ته په کار دي چې د خپل صدارت دورې تر بشپړولو پورې پر خپله چوکۍ پاته شي.

دا خبره مهمه ده چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې تر ټاکنو سمدستي وروسته په ترسره شویو نظرپوښتنو کې د میرکل ملاتړ ډیر زیات وو. په هغه وخت کې د ورته ترسره شوې یوې سروې له مخې ۳۶ سلنه آلمانانو ویلي ول چې غواړي د آلمان صدراعظمه انګلامیرکل په۲۰۲۱م کال کې تر راتلونکو ټاکنو مخکې له خپلې دندې د لیري کیدو په حال کې وویني، په داسې حال کې چې ۴۴ سلنه خلکو بيا ويلي ول چې میرکل دي د خپلي دندې ترپايه پوري پاته وي.

په آلمان کې د سپتمبر میاشتې تر ټاکنو وروسته د میرکل محافظه پاله مسیحي دیموکرات ګوند له سوسیال دیموکرات ګوند سره د مشروطه حکومت د جوړولو له پاره خبرې اترې جاري ساتلي دي.

dpa(S.N/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ: