1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاق د مخنيوي له پاره د پوليسو روزنه

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۲۳, پنجشنبه

ملګري ملتونه د انساني قاچاق د منخيوي له پاره افغان پوليس روزي. افغانستان په اسيا کي د هغو هيوادونو د نوملړ په سرکي ځای لري، چي د انساني قاچاق يو شمېر شبکې پکښي فعاله دي.

https://p.dw.com/p/18oh8
ARCHIV: Afghanische Polizisten nehmen in Kundus (Afghanistan) im sogenannten Sandkastenraum an einer Ausbildung durch Polizisten des German Police Project Teams (GPPT) teil, waehrend im Vordergrund eine mit Spielfiguren nachgestellte Szenerie zu sehen ist (Foto vom 27.09.11). Die deutschen Polizeiausbilder werden nach gut zehn Jahren schrittweise aus Afghanistan abgezogen. Bereits Mitte September werde das Trainingszentrum in der nordostafghanischen Stadt Faisabad komplett in afghanische Haende uebergehen, berichtet die Tageszeitung "Die Welt" (Samstagausgabe vom 25.08.12). 2013 soll die Ausbildungseinrichtung in Kundus folgen, 2014 der Hauptstandort in Masar-i-Scharif im Norden des Landes. Die Polizei folgt damit dem Abzug der Bundeswehr. (zu dapd-Text) Foto: Sascha Schuermann/dapd
Afghanistan Polizei Polizist Kundus Sandkastenraum Ausbildung German Police Project Team GPPTانځور: dapd

ملګري ملتونه وایي، چي دمګړۍ له افغانستان څخه انسانان په غیر قانوني توګه د پاکستان او نورو ګاونډیو ملکونو له لاري نورو هیوادونو ته ځي. دوی وايی دغه قاچاق له کلونو راهیسي روان دی او په دې ورستیو کلونوکې پکښې زیاتوالی راغلی دی.

د سویلي اسیا له پاره د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې  استازي کریستینا البیرتن د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۳) په کابل کې وویل چې په کار ده تر څو له افغان دولت سره د دغه قاچاقي لارو د تړلو او د انسان د قاچاق وړنکو د ځپلو په برخه کې بیړنۍ مرستي وشي.

هغې وویل ملګري ملتونه اوس پر دې باندي کار کوي چې څرنګه افغان پولیس اوڅارنوالان په دغه برخه کې وروزي او په وسایلو یي سمبال کړي:

«د عدلي سیستم په برخه کې به هم پولیسو او هم څارنوالانو ته روزنه ورکړو، هغوی اړتیا لري چې له جرمونو سره څرنګه برخورد وکړي او تر څنګ یې هغوی ځانګړو وسایلو ته هم اړتیا لري.»

هغې زياته کړه: «که چیري موږ یوازي پولیسو ته روزنه ورکړو او هغوی په دغه برخه کې خپله دنده په سمه توګه تر سره کړي او څارنوالان و نه روزو نو دا ماموریت به مو نیمګړی پاته وي او قضایي سیستم هم باید اصلاح شي.»

ډیری بې روزګاره افغانان تلاښ کوي چي د کار کولو له پاره لومړي ایران يا پاکستان ته واوړي او بیا نورو هیوادونو ته په خاصه توګه اروپا ته ځان ورسوي. خو په سفر کې چې د بیلا بیلو هیوادونو تر پولو تیریږي پر دې سربيره چې ډیری په اوبو کي غرق شوي، له لوږې او تندي هم مړه شوي دي.

د مېرمن کرستینا په خبره ډیری افغانان د هغو جنایت کارو شبکو په لاس تباه کیږي چې د پیسو له پاره هغوی ته د ښه ژوند جوړولو ژمني ورکوي:

«دغه سازمان شوي ډلي د دې له پاره رامنځ ته شوي دي چي مخامخ او غیر مستقیمي مالي ګټي له دغه کار څخه واخلي. يوازي دا مهمه نه ده چې جرم څه وخت او د چا له لوري رامنځ ته کیږي، بلکې هغه ګامونه هم جرم بلل کیږي چې د انسانانو د قاچاق دمخه د یوه کس د لیږد له پاره د قاچاقبرو له خوا پورته کیږي.»

د ملګرو ملتو دغه استازې وایي، که چیري پولیسوته سمه روزنه ورکړل شي هغوی به وتوانیږي چي خپلي دندې له ملي اصولو او نړیوالو کنوانسیونونو سره سم تر سره کړي:

«د انساني قاچاق جرم، له نورو جرمونو سره لکه سړي تښتونه، ګواښنه، جنسي تیری او د انسانانو له خرڅلاو سره تړاو لري، د سیمي په کچه نیپال او بنګلدیش د انسانانو د قاچاق د مخنیوي له پاره سم قوانین جوړ کړي دي.»

ملګري ملتونه له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د انساني قاچاق وړونکو د تدارکاتو ځایونه او هغه لاري چې دوی يې کاروي مشخصي او ترکنټرول لاندي راولي.

ملګري ملتونه وایي  یوازي افغانستان نه دی چې د اسیا په کچه له دغي لانجې سره لاس او ګرویان دی، بلکي پاکستان، نیپال، بوتان او هندوستان هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي.