د انتقال پروسې دوهم پړاو پيليږي
۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبهد حکومت د محلي چارو ادارې ويلي، چي راروانه مياشت د استامبول په کانفرنس کي به حامد کرزي د بدخشان، بادغيس، دايکندي، غور، هلمند، هرات، کابل، لغمان، ننګرهار، نيمروز، سمنګان، سري پل، تخار او وردګو ولايت د امنيتي چارو مسؤليت د نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د سپارل کيدو اعلان وکړي.
د کابل او هرات زياتره برخي لا ترمخه د امنيت د انتقال د بهير په پروسه کي افغان ځواکونو ته سپارل سوي وې، خو د دغه دواړو ولايتونو د ځينو ولسواليو امنيت د بهرنيو ځواکونو په لاس کي دی.
د نوموړي ادارې مشر، عبدالخالق فراهي، په کابل کي يوې خبري غونډي ته ويلي چي ولسمشر حامد کرزی به د نومبر پر دوهمه نيټه په استامبول کي ددغو سيمو نومونه اعلان کړي.
د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د مسؤليت د بهير انتقال د هغه مهال ويش له مخه تر سره کيږي، چي په پام کي د ۲۰۱۴م کال تر پايه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، او د ټول هيواد په کچه به امنيت خپله افغان ځواکونه ساتي.
له لويه سره د افغان اردو او پوليسو په اړه داسي انديښنې موجودي دي، چي ګواکي په يوازي سر به دوی د امنيت ساتلو وړتيا ونه لري، خو د ناټو عمومي منشي، اندرس فوګ راسموسن، ويلي دي، چي هغه په دې باور لري چي د پلان له مخه به د ۲۰۱۴م کال تر پايه به د امنيت د انتقال پروسه سر ته ورسيږي.
فراهي همداشان ويلي چي د چهارشنبې په ورځ « د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر د مياشتي ۲۶» به د هغه سيمو چي د امنيت د انتقال بهير پکښي ترسره کيږي، د ځايي چارواکو او مشرانو څرګندونو او انديښنو ته هم غوږ ونيول سي تر څو هغي ولسوالۍ چي وضعه پکښي کړکېچنه ده له ليست څخه و ويستل سي.
خو هغه ويلي چي دا کار ناشونی دی، چي د ولايتونو نوم دي د دغه نوملړ څخه و ايستل سي.
آژنسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل